د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ۶۰۰ غریبو ځوانانو د کمپیوټر وړیا زده کړې وکړې


نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د لنکن ښوونیز مرکز د کمپیوټر د برخې له نهمې دورې څخه ۶۰۰ ځوانانو له شپږ میاشتینو وړیا زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د لنکن مرکز مشران وايي، چې یاد ځوانان له اقتصادي اړخه کمزوري ول او په شخصي ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو کې يې زده کړې نشوې کولای.

بل لوري ته د کمپوټر د زده کړو فارغان وايي، چې پخوا دکمپیوټر او ټکنالوژۍ سره پوره بلد نه ول، خو اوس کولای شي په شخصي او دفتري چارو کې له کمپیوټر استفاده وکړي.

په خوست کې د لنکن ښوونیز مرکز مشر جاوید خان مشال راډیو ته وویل، چې د یاد مرکزد کمپیوټر د زده کړو له نهمې دورې څخه يې خواوشا ۶۰۰ کسان فارغ کړل، چې د زده کړو موده يې شپږ میاشتې وه.

ده وویل، د دې پروګرام ګډونوال هغه ځوانان ول، چې په شخصي کورسونو کې يې د زده کړو مالي توان نه لاره، خو هغوی ته په لنکن ښوونیز مرکز کې د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه.

جاوید خان زیاته کړه، په راتلونکې کې هم پلان لري، چې په ورته توګه د کلیو، بانډو او لیرې پرتو سیمو څخه نورې نجونې او هلکان د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړو لپاره جذب کړي.

د لنکن ښوونیز مرکز دوه تنه فارغان محمدفاروق او عبدالقیوم قیام هم خپلو شپږ میاشتنیو زده کړو ته خوشاله دي او وايي، چې اوس له کمپیوټر څخه په شخصي او دفتري چارو کې ګټه پورته کولای شي.

دوی زیاتوي، پخوا د ټکنالوژۍ او کمپيوټر له کارونې سره پوره بلد نه ول، خو اوس کولای شي، ورڅخه استفاده وکړي.

بلخوا د لنکن مرکز د انګلیسي ژبې یو تن استاد جمال ناصر جمال وايي، چې د ټکنالوژۍ زده کړه په اوسني وخت کې تر ټولو مهمه اړتیا ده، زده کوونکو دا شپږ میاشتنۍ دوره په ښه ډول تعقیب کړې، په منظم ډول درسونو ته تللي او د کمپيوټر په زده کړه کې يې پوره هڅې کړې دي.

یاده د وي، چې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې زیات شمېر د کمپيوټر، انګلیسي ژبې، ساینس او د کانکور د تیاریو کورسونه موجود دي، چې ګڼ ځوانان په کې په فارغو وختونو کې زده کړې کوي، خو د لنکن ښوونیز مرکز په شان ځينې نور بنسټونه او مستقل سوداګر او شخصیتونه هم شته، چې په خپلو شخصي لګښتونو يې زرګونو بې وزله او غریبو ځوانانو ته د زده کړو زمینې برابرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG