د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سیند حکومت د پښتون غورځنګ پلویان نه دي نیولي'


د سيند صوبې چارواکي وايي که د پښتون ژغورنې غورځنګ خواخوږي نيول شوي وي، د پرېښودو په اړه به يې قانوني پروسه يا بهير تعقيبيږي.

دغلته د بشري حقونو وزيرې، ريحانه لغاري د اپرېل په ۲۶مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي دې له دوی سره قانوني رپورټ جمع کړي.

نوموړې زياته کړه: "موږ د دې ډېر خلاف يو. د سيند حکومت هېڅکله ماورای عدالت وژنې او ماورای عدالت ورکونې نه دي هڅولې. موږ يې تل خلاف يو. طريقه داسې ده چې که څوک لادرکه کړل شوی وي، د هغه په اړه دې موږ سره شکايت جمع شي. بيا به زه په خپله له امنيتي ادارو او پوليسو څخه په دې اړه د رپورټ غوښتنه کوم. زموږ دريځ واضحه دی هر څه چې وي هغه بايد د قانون له مخې وي."

په کراچۍ کې تر هغه وروسته ځينې ځوانان ونيول شول چې دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې ګډون وکړ. د دې غورځنګ مشر منظور پښتين بيګا پر خپله فېسبوک پاڼه خپره کړې ويډيو کې وويل چې په دې اړه به قانوني لار هم خپلوي خو څوک چې د قانون خلاف يا ماورای عدالت نيول شوي وي، نو د هغوی د راخوشي کولو يوه طريقه پر امنيتي ادارو فشار اچول دي.

د نيول شوو کسانو مورجانې موږ ته فون کوي چې تاسي په دې اړه څه کوئ؟ نو زه وايم چې موږ نه پر شا کېږو او د دوی پر حفاظت هيڅ جوړجاړی نه کوو .
منظور پښتين

د هغه په وېنا د دې فشار لپاره به د می په دولسمه کراچۍ کې جلسه کوي. ''په کراچۍ کې يې لومړی کريم پرهر، عطا افريدي، ډاکتر برکت الله برکي، افتاب اشرف، عمر رياض، ګل باز، زين العابدين او بلاول بلوچ ونيول. ورپسې يې د دوی د خوشي کولو هڅه کوونکي یاسر ارشاد، فارس راج، شيرازي او جلال خان ونيول. پر دوی تشدد هم کېږي.''

مشال راډيو ته د رسېدلو معلوماتو تر مخه په دغو کسانو کې ځينې يې د اپرېل په شپږويشتمه راپرېښودل شوي دي خو د ټولو لادرکه کړل شوو کسانو راخوشېکولو لپاره د منظور پښتين په غوښتنه د اپريل په شپږ ويشتمه د پاکستان په بېلابېلو برخو کې مظاهرې شوي دي.

بلخوا د بلوچستان په ژوب کې د ځايي خلکو په وېنا د عامه نظم ګډوډۍ په تور د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړیو خلاف، پوليسو ايف ای ار درج کړی خو د کلا سيف الله پوليسو دوه اونۍ مخکې د ځینو کسانو خلاف درج کړی ايف ای ار بیرته اخيستی دی.

XS
SM
MD
LG