د بلوچستان په مرکز کوټه کې د نهې پر ورځ په درېو پرله پسې چاودنو کې شپږ پولیس سرتېري وژل شوي او۱۵ تنه ژوبل شوي دي.
د سېشنبې پر مازيګر د کوټې ښار پر ایېرپورټ روډ په وروستۍ چاودنه کې شپږ پولیس اهلکار ووژل شول او اووه نور ټپیان شول.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه خپاره کړي بیان کې د پولیسو پر موټر چاودنه یوه ځانوژونکې حمله وبلله.
تر دې وړاندې د کوټې ښار د هزارګنجۍ په میا غونډۍ سیمه کې د سرحدي عسکرو یوې امنيتي پوستې ته نږدې دوې چاودنې او ډزې وشوې چې پکې د ملېشه ځواک اته سرتېري ژوبل شول.
په ښار کې له دغو بريدونو وروسته د بلوچستان حکومت بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د پېښو ژوبل روغتون ته ورسول شول. د دې تر څنګ ملېشه او پولیس ځواکونه په لوی شمېر کې د پېښو ځای ته ورسېدل او خوا او شا سیمه یې په خپله ولکه کې واخيسته.