د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا کډوالو او خیبر پښتونخوا له اغېزمنو سره د چین مرستې


چین د ملګرو ملتونو په مرسته د فاټا له بې کوره کړل شویو خلکو او په خېبر پښتونخوا کې له قدرتي ناورین ځپلیو سیمو سره د مرستو لپاره له پاکستاني حکومت سره د سل میلیونه ډالرو پر یوه پروژه هوکړه کړې.

د پروژې ترمخه به د چین حکومت د خوړو نړیوالې ادارې ته ۱۰۰ میلیونه ډالره ورکوي چې ورسره به یاده اداره د پاکستان حکومت په مرسته پېښور، ډېره اسماعیل خان، ټانک او بنو کې مېشت د قبایلي سیمو له بې کوره کړل شویو کډوالو او خپلو سیمو ته له ستنو شویو هغو سره د خوراکي توکیو په مد کې مرستې ورکوي.

په دې اړه په اسلام اباد کې د ګل په ورځ په یوه ځايي هوټل کې یو درې ورځنی سېمینار پای ته ورسېدلو.

دغه غونډې ته له شمالي وزیرستانه ورغلي د متاثرینو قامي کمېټۍ جنرل سیکرېټري ملک خان مشال راډيو ته وویل، چې د دوی ولس ترهګرۍ سخت ځپلی دی، پکار ده چې دغه مرستې نورې هم سېوا کړل شي او بل دا چې د روژې له راتګ سره به د ولس کړاوونه نور هم زیات شي نو مرستې باید دومداره وساتل شي.

د میرعلي یوه ځوان اکرم الله شاه چې په دغه سېمینار کې یې ګډون کړی وو له مشال راډيو سره په خبرو کې پکار ده چې په ترهګرۍ ځپلیو سیمو کې د خوراکي مرستو سره سره هلته د بنیادي ډانچې لکه د سړکونو، روغتونونو، ښوونځيو او د ژوند نورو بنیادي ضرورتونو ته هم پام واړول شي.

د دې ترڅنګ د خوړو نړیواله اداره به پر وړو ناروغه میندو او د پنځه میاشتو کم عمره پنځه زره شپږ سوه ماشومانو کې د غذایت کمي پوره کولو لپاره د خوړو تر شبږو میاشتو پورې مرستې ورکوي.

XS
SM
MD
LG