د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرعلي کې بیا یو ځايي کس په کور دننه ووژل شو


دا د میرعلي بازار دی چې په پوځي عملیاتو کې له منځه ولاړ. فایل فوټو
دا د میرعلي بازار دی چې په پوځي عملیاتو کې له منځه ولاړ. فایل فوټو

چارواکې وايي د سېشنبې په شپه د وزیرستان د میرعلي په هرمز سیمه کې ناڅرګنده وسله والو یو ځايي کس په کور دننه په ډزو وژلی او په تېښته بریالي شوي دي.

چارواکیو او ځايي سرچینو مشال ته ویلي، چې له شپږو تر اتو وسله والو مولوهلیو په هرمز سیمه کې د یوه ځايي اوسېدونکي رضاالله نومي کس کور ته ورننوتل او هغه په کور کې دننه ووژلو.

چاراکي وايي، له پېښې وروسته دوی په پوستو ناکه بندي وکړه خو هېڅوک یې نه دي نیولي او نه هم چا د دغه برید زمه واري پر غاړه اخیستې ده.

د چارواکو او ځايي خلکو په وینا راوانه میاشت کې دغه درېم ځل دی، چې په میرعلي کې پرله پسې د شپې مهال درې هدفي بریدونه شوي دي.

د چارواکو او ځايي سرچینو په وینا راوانه میاشت کې د میرعلي په محمدي سیمه کې د شپې مهال یو ځايي کس ناڅرګنده کسانو په کور دننه وواژه، څو ورځې وړاندې په ورته پېښه کې د میرعلي اسوخېل سیمه کې یو ځايي مشر ملک شیراجان د شپي محال ناڅرګندو کسانو په حجره کې دننه په ډزو ژوبل کړ، او د سېشنبې په شپه يي په هرمز سیمه کې یو بل ځايي کس په کور کې دننه ووژلو.

شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پس دا اول ځل دی، چې په یوه میاشت کې دننه پرله پسي په میرعلي کې درې بریدونه کېږي.

د پاکستان پوځي او ولسي مشرتابه په بیا بیا د ادعا کوي، چې سیمه اوس د دولت تر واک لاندې راغلې او امن پرځای شوی، خو د هدفي بریدونو پرته په تېره یوه اونۍ کې په وزیرستان کې څلور لويې وړې بمي چاودنې هم شوې دي.

د عملیاتو پس ځايي خلکو په وینا خپلي وسلې يې دولت ته په خوښه سپارلي دي، او اوس هلته پر وسله مکمل بندېز دی، خو په دا وروستیو کې هلته بمي چاودنو او هدفي وژنو خلک یوځل بیا د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG