د لاسرسي ځای

تازه خبر

چين: د پاکستان سره همکاري زياتوو


د چين او پاکستان بهرنيوو چارو وزيران
د چين او پاکستان بهرنيوو چارو وزيران

د چين بهرنيوو چارو وزير وايي د پاکستان سره اړيکې نورې ټېنګوي او غواړي اسلام اباد سره د ترهګرۍ په وړاندې روانه جګړه کې پوځي همکاري زياته کړي.

وانګ يي دا خبرې د اپرېل په دروېشتمه په قينداوو ښار کې د شانګهايي همکارۍ سازمان د کنفرنس په څنډه کې د خپل پاکستاني سيال خواجه محمد آصف سره د ملاقات پر مهال وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((چين غواړي د پاکستان سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې مرسته او د هغوی د ملي امنيت وړتيا زياتولو کې همکاري وکړي. په دې سره به د دواړو هېوادونو اقتصادي اړيکو او پرمختګونو ساتل يقيني شي. کله چې د نورو هېوادونو سره د تماسونو خبره راځي نو چين به د پاکستان سره په کلکه ولاړ وي. چين په دې توګه د ګاونډيوو هېوادونو سره د اړيکو پراخول او د سيمه ييزو چارو تر څنګ په نړيواله کچه د لوی کردار لوبول غواړي.))

د چين بهرنيوو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان سيال هېواد، هند وزيراعظم نريندرا مودي دا اونۍ چين ته ځي. مودي به د راتلونکې جمعې او شنبې په ورځ د کوربه هېواد چين سره په دوه اړخيزو همکاريوو زياتولو خبرې کوي.

د خپل چيني سيال سره په شريکه خبرې غونډه کې پرون د پاکستان بهرنيوو چارو وزير خواجه آصف وويل چې هېواد يې د چين د همکاريوو مننه کوي. هغه زياته کړه: ((دواړه هېوادونه سلا شول چې دواړه اړخيزې اړيکې لا پسې زياتې کړي. موږ ژمنه وکړه چې د شانګهايي همکاريوو سازمان او ورته نورو لارو به د سيمي ثبات لپاره سره همکاري ډېروو.))

په شانګهای همکارۍ سازمان کې چين، پاکستان، هند، روس، قيرغيزستان، قزافستان، تاجکستان او ازبکستان غړيتوب لري. افغانستان پکې د څارونکي هېواد په توګه شامل دی. دې هېوادونو په پروني کنفرنس کې د نورو همکاريوو زياتولو تر څنګ د اقتصادي اړيکو په پراخولو ټينګار وکړ.

XS
SM
MD
LG