د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د هزاره ګانو وژنه وغندل شوه


په کوټه کې یو سپین ږیرۍ په هدفي برید کې د خپل زوی پر وژنه ویر کوي. ۲۲ اپرېل ۲۰۱۸

په بلوچستان کې شییعه مذهبي او سیاسي ډلو د شنبې په ورځ په کوټه کې په یوه هدفي برید کې د دوو هزاره ګانو د وژنې او د یوه د ژوبلېدو پېښه په کلکله غندلې. په کوټه کې د شییعه لږکیو پروړاندې د هدفي پېښو زیاتوالي په دغه ولس کې یوځل بیا ویره او تره زېږولې.

بلوچستان شییعه کانفرنس او وحدت المسلمین په خپلو جلا جلا بیانونو کې ویلي چې پېښه د کوټې پر غربي بای پاس رامنځ ته شوې. د بروري سړک په تاڼه کې د هغې پېښې مقدمه د ناڅرګندو وسله والو کسانو خلاف کښل شوې ده خو لاهم هېڅوک نه دي نیول شوی او نه هم تردمګړۍ هېڅ یوې ډلي د پېښې زمه داري پر غاړه اخېتې ده.

دبروري سړک تاڼې اېس اېچ او جاوید بزدار مشال راډویو ته وویل چې په پېښه کې وژل شوي کسان د اتوار مازیګر ته پر موټرسایکلونو خپلو کورونو ته روان ول چې د اختراباد په سیمه کې پرې ډزې وشولې.د بلږچستان شییعه کانفرنس صوبايي مشر داود آغا ویلي دي چې صوبايي حکومت د هزاره ګانو د هدفي وژنو په مخنیوي کې پاته راغلی دی.

نوموړي ویلي د سپریم کورټ له خوا د شییعه کانفرنس له مشرانو د ساتونکیو لیرې کولو به یو ځل بیا په کوټه ښار کې د امنیت خرابېدو خطر زیات کړي.

د نوموړي په وینا چې حکومت دې د هزاره ولس او شییعه کانفرنس د مشرانو خوندیتوب لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي او په هدفي پېښو کې د تورنو وسله والو ډلو پرضد دې کلک ګامونه پورته واخلي.

دا په روانه اونۍ کې د تره ګرۍ دوهمه پېښه ده. تر دې وړاندې د اپرېل په ۱۵مه نېټه د کوټې ښار پر سبزل سړک یوې کلیسا ته نزدې د ډزو په پېښه کې دوه عیسویان وژل شوي ول چې زمه واري یې داعشیانو ومنله،

د هزاره قبیلې له خوا د اپرېل پر لومړۍ نېټه د هدفي وژنو پرضد د کوټې پرعلمدارسړک پرلت وشو چې تر ۷ ورځو پورې روان وو خو لا هم د هزاره قبیلې او عیسویانو د هدفي وژنې پېښې نه دي درېدلې.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د وزیرستاني کډوال عرفان مسود ۱۷نړیوال ریکارډونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG