د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د تېز بس پروژې خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي


د پېښور تېز بس پروژې د رغونې کار
د پېښور تېز بس پروژې د رغونې کار

د خېبر پښتونخوا حکومت د بي آرټي یا چټک بس منصوبه په پېښور ښار کې د ګاډو د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره پېل کړې وه. د دې پروژې په ترڅ کې به له څوکنو څخه تر حیات آباده پورې خوا او شا درې سوه بسونه چلېږي او د دې لپاره ۳۲ سټاپونه يا تم ځايونه جوړېږي.

خو د ريپيډ بس يا چټک بس دا پروژه د حکومت له خوا ورکړل شوې، شپږ مېاشتې مودې تېرېدو ورسته هم نه ده بشپړ شوې. د دې بسونو لپاره د سړکونو رغونې او لارو جوړونې خلک په تکليف کړي دي. دوی کې ځينو یې مشال راډيو سره خبرو کې وويل چې له يوه ځايه بل ځای ته تګ کې ډېر وخت لګي او په ځانګړي ډول مریضانو ته ډېرې ستونزې دي.

د پیښور دله زاک روډ اوسیدونکي وقار علي شا مشال راډيو ته وويل چې ټول سړکونه سپړل شوي خو د جوړېدو درک يې نه لګي.

په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف صوبائي حکومت لخوا تیر کا ل اکتوبر میاشت کې د ریپډ بس منصوبه پېل شوه. هغه مهال وزيراعلی پرويز خټک اعلان وکړ چې دا پروژه به شپږ مېاشتې وخت ونيسي خو داسې ونه شول او لا هم پر دې منصوبې کار روان دی.

د پیښور ښار یو بل اوسیدونکی سید شبیر شاه وايي دې کار خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي خو هيله لري چې کله دا پروژه بشپړه شي نو د ګاډو د ګڼې ګوڼې ستونزې به ورسره حل شي.

وزیر اعلې پرویز خټک تېره ورځ په نوښار کې یوې جلسې ته ويلي وو چې د خلکو په ستونزو خبر دی او کوښښ کوي چې دا پروژه زر تر زره مکمل شي.

XS
SM
MD
LG