د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار سرحدي ځواکونو په دور بابا کې وسلې نيولي


په دور بابا کې سرحدي ځواکونو وسلې نيولي
په دور بابا کې سرحدي ځواکونو وسلې نيولي

جلال اباد ـ په ننګرهار کې د سرحدي ځواکونو چارواکي وايي چې په يوه موټر کې له يو تن سره يو شمېر وسلې نيولي چې نيول شوی کس به د نورو څېړنو لپاره قضايي او عدلي ادارو ته وسپاري.

د سرحدي ځواکونو له لورې نیول شوې وسلې او په دغه جرم تورن کس د یکشنبې په ورځ د سرحدي ځواکونو په قرارګاه کې د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته وښودل شول.

په ختېځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال محمد ایوب حسېن خېل
په ختېځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال محمد ایوب حسېن خېل

په ختېځ کې د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال محمد ایوب حسېن خېل په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې نیول شوې وسلې يې د دور بابا په سيمه کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه نيولي دي:

((د سرحدي ځواکونو د لومړۍ نمبر لوا د شپږم کنډک د درېيم ټولي منسوبینو هغه تن ونيوه چې غوښتل يې پینځه ميله روسي کلاشینکوف او پينځه میله تفنګچې له پاکستانه افغانستان ته راوړي، په يوه سراچه موټر کې يې په خاص مهارت سره ځای په ځای کړي وو، سرحدي ځواکونو په چيک پواینټ ونیوه چې موږ به يې عدلي او قضايي ادارو ته وسپارو.))

په دور بابا کې سرحدي ځواکونو وسلې نيولي
په دور بابا کې سرحدي ځواکونو وسلې نيولي

جنرال حسېن خېل وايي چې دوی په تير يوه کال کې په دې توانېدلي چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه نوې پوستې ځای په ځای کړي چې له امله يې د دولت د وسله والو مخالفینو او قاچاقبرو مخه نيول شوې ده:

(( په جریان د يوه کال کې موږ په دې توانېدلي یو چې کومې لارې چې مخالفینو ترې استفاده کوله، د ګوشتې ولسوالۍ اړوند د انارګي پوسته چې تقریباً اته کاله مخکې هلته سرحدي ځواکونه ځای په ځای وو، او بیا تخلیه شوې وه، موږ په يوه خاص تکتيک باندې هغه پوسته ونيوله او سرحدي ځواکونه مو هلته ځای په ځای کړي دي، د دور بابا ولسوالۍ اړوند د شاه کوټ ګلدرې نښتر سيمه چې په صفري نقطه کې ده، هلته موږ د خپلو ساتوونکو لپاره تحکيمات، د ارتباط خندقونه او سرپټې موزې مو هلته ایجاد کړي دي.))

دی زیاتوي چې پر ننګرهار سربېره کونړ او نورستان ولایتونو کې د دوی سرحدي ځواکونو اوس د پخوا پر تله مجهز شوي، علاوه پر دې چې له خپلو سرحدونو ساتنه کوي، د قاچاق او وسله والو مخالفینو مخه يې نيولې ده.

XS
SM
MD
LG