د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولس: د پېښور او تورخم ترمنځ پر لاره دې پلونه جوړ کړل شي


د پېښور او تورخم ترمنځ پر لاره عره ورځ واړه او لوی ګاډي چلیږي.
د پېښور او تورخم ترمنځ پر لاره عره ورځ واړه او لوی ګاډي چلیږي.

پراګ ـ د خیبر ایجنسۍ خلک د پېښور او تورخم ترمنځ پر ۴۴ کلومیټره سرک په اتو ځایونو کې د فرشونو پر ځای د پلونو جوړولو غوښتنه کوي.

د دوی په خبره، په سېلابي اوبو کې له مالونو ډک ګاډي هم لاهو شوي. د خیبر یو اوسيدونکي غلام حیدر اپریدي مشال راډيو ته وويل، فرنټير ورکس ارګنايزيشن نومې ادارې پر سرک د فرشونو پر ځای د پلونو جوړولو د دوی غوښتنه و نه منله، ځکه نو اوس چې خوړونه راشي، خلک له زيانونو سره مخامخ کيږي.

د خيبر يو بل اوسيدونکی فرمان علي اپریدی وایي، د بارانونو پر وخت تر ټولو زيات زيان د ټرانزټ مالونو ګاډو ته اوړي، تازه سبزي او مېوه خرابه شي او د لارې بندېدو له وجې ناروغان هم کړيږي.

د لواړګي پولیټیکل تحصیلدار شمس الاسلام بیا وایي، انتظامیې د وروستيو سېلابونو پر وخت امدادي کارروايانې کړي او له فرشونو يې ټوله ملبه پورته کړې ده. نوموړی زياتوي، نږدې ده چې د فرنټير ورکس آرګنایزیشن له چارواکو سره غونډه وکړي او ورته به پر سرک د پلونو جوړولو په اړه د سيمې د ولس غوښتنه ورسوي.

ياده دې وي چې د پېښور او تورخم ترمنځ ۴۴ کلومیټره سرک فرنټير ورکس آرګنایزیشن (ايف ډبليو او) د امریکایي پرمختیایي ادارې (یو ایس ایډ) په مالي مرسته جوړ کړی دی، چې د پلونو پر ځای يې فرشونه پکې جوړ کړي دي.

د سيمې ولس غوښتنه کوي چې پر سرک، په هغو ځايونو کې چې باراني اوبه زياتې پکې راځي، بايد پلونه جوړ شي.

XS
SM
MD
LG