د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: پاکستان کې له انساني حقونو سرغړونه دوام لري


رپورټ وايي، پاکستان کې زرګونه خلک ترۍ تم دي.
رپورټ وايي، پاکستان کې زرګونه خلک ترۍ تم دي.

پراګ ـ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل یو تازه نړیوال رپورټ کې ویلي، که څه هم په پاکستان کې تیر کال د تشدد په پېښو کې د مرګ ژوبلې شمیره۴۰ په سلو کې کمه شوې ده خو په دې موده کې په دې هېواد کې د انساني حقونو یو شمېر سرغړونې هم مخې ته راغلي دي.

دغه رپورټ چې د جمعې په ورځ خپور شوی پکې د نړۍ په تقریباً ۲۰۰ هېوادونو کې انساني حقونو ته کتنه شوې ده.

په دې رپورټ کې په پاکستان کې د تشدد پېښو کمیدو لا مل د وسله والو پر ضد د امنیتي ځواکونو عملیات ښودل شوي. خو دا رپورټ بیا په دې هېواد کې د لا درکه کړل شویو خلکو د درک لپاره جوړ شوي حکومتي کمېشن په حواله وايي چې له دوی سره څه باندې ۴۶۰۰ کسانو د لا درکه کېدلو رپوټونه درج شوي چې زیاتره یې له خېبر پښتونخوا سره تعلق لري.

په دې اړه په پاکستان کې د انساني حقونو د خپلواکه کمېشن د مرکزي شورا یو غړي شیر محمد خان مشال رېډیو ته وویل د خلکو په لا درکه کیدلو کې زیاتره امنیتي ادارو ته ګوته نیول کیږي:

((داسې نه ښکاري چې یو عام مجرم دې دا کار کړی وي، دا خو د ادارو کار دی چې ښه په ښکاره خلک اوچتوي. اکثر څو څو واره په یو تن پسې ورځي او ښه ورته ووايي چې مونږ وړاندې هم راغلي وو. د انساني حقونو کارکوونکي ځورول کیږي، ویرول کیږي چې دا د غندنې وړ اقدامات دي او پکار ده چې بند کړل شي.))

شیر محمد خان زیاته کړه چې په دې کې د انساني حقونو کارکوونکي او خبریالان زیات فشار سره مخ کیږي.

بلخوا د دفاعي چارو څیړونکی ریټایرډ لیفټیننټ جنرل طلعت مسعود وايي، د امریکا دا رپورټ پاکستان ته د زور ورکولو په مانا نه دی، ځکه چې په دې کې د امنیتي ادارو د ګټورو عملیاتو خبره هم شوې خو پکې د یو ذمه وار هېواد په څیر پاکستان ته د انساني حقونو د خوندي کولو یادګیرنه هم شوې ده. نوموړي زیاته کړه:

((دا رپورټ د پاکستان د حالاتو په سمه توګه ښکارونديي کوي. په امینت ټینګیدلو کې د امینتي ادارو کارکردګي په ډاګه کړل شوې ده. البته د انساني حقونو مسئلې ته ډیره توجو پکار ده. ځینې خلک وايي په پاکستان کې د پولیسو او عدلیې نظام موثر نه دی نو ځکه د امنیت ټینګولو لپاره کله کله داسې اقدامات کیږي خو زه وایم چې دا یو ذمه وار ملک دی او په هیڅ حال کې د خلکو ورکېدل او یا شکنجه کیدل پکې د منلو وړ نه دي. دا د ایین او قانون څخه سرغړونه او ظلم دی چې په نتیجه کې یې په عالمي کچه د پاکستان بدنامي کیږي نو پکار ده چې له دې ډډه وکړل شي.))

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې رپورټ کې د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ دا هم ویل شوي چې په پاکستان کې په پولیسو او د لاندیني سطحې په عدالتونو کې بډې رشوتونه هم خلکو ته د انصاف په ورکولو کې خنډونه جوړوي.

پاکستان لا هم د دې رپورټ په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG