د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې پر خونړي برید جهاني غبرګونونه


پراګ - ​په کابل کې د یکشنبې ورځې په ځانمرګي برید کې د وروستیو سرکاري شمېرنو له مخې ۱۷۰ تنو ته مرګ-ژوبله اړولې. پر هغه خونړۍ پېښې نړیوالو چارواکیو او سازمانونو له خواشینۍ ډک غبرګون ښودلی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما، د ناټو سازمان سرمنشي، په کابل کې د امریکا سفارت، ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست دا حمله په کلکو ټکیو غندلې ده.

د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ پر ولسي افغانانو برید په خواشینۍ سره غندلی او ویلي یې دي چې ناټو به د ترهګرو پروړاندې په روانه مبارزه کې له افغانستان سره هر ډول مرسته کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د کابل په پروني برید کې چې د دشت برچي په سیمه کې وشو ۵۷ کسان وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپیان دي.

امنیتي چارواکو مشال راډیو ته وویل، پېښه د یکشنبې/اتوار پر سهار په ناظر کلا کې د تذکرو (شناختي کارډونو) د وېش له مرکز سره نېږدې شوې ده.

د کابل په برید کې لسګونه کسان وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دا برید دوی نه دی کړی. خو داعش ډلې سره تړلې اعماق خبري ایجنسۍ ویلي چې دا برید اسلامي دولت وسله والې ډلې ترسره کړی دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله دغه برید غندلی دی.

XS
SM
MD
LG