د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د سولې لپاره جرګه جوړېږي


د افغانستان د سرحدونواو قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې د ولسمشر د سولې د طرحې په ملاتړ په هېواد کې د ټولو مېشتو قونونو څخه يوه جرګه جوړه کړي او بیا واک ورکړي چې د وسله والو طالبانو سره نېغ په نېغه د سولې خبرې وکړي.

په همدې موخه د شنبې په ورځ د سرحدونو او قبایلو وزير ننګرهار ته راغلی و او يوې لويې ولسي غونډې ته يې وینا واوروله.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د طرحې په ملاتړ دا غونډه د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو رياست په انګړ کې جوړه شوې وه چې د بېلابېلو ولسواليو څخه ورته په سلګونه تنه قومي مشران، ديني عالمان او ټولنیز فعالان وربلل شوي ول.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزير ګل اغا شيرزي په خپله وینا کې وویل، د داسې يوې جرګې د جوړېدو پيل يې له ننګرهاره وکړ، چې د ټول افغانستان له قومونو څخه يوه باصلاحیته جرګه جوړه کړي او بیا واک ورکړي چې د وسله والو طالبانو او ګاونډيو هېوادونو سره د سولې د تامین په اړه خبرې اترې وکړي:

(( يوه طرحه دا ده چې قبایلو وزرات له قومونو، ديني عالمانو، سیاستوالو، مدني فعالانو او له نورو بارسوخه پوهانو څخه يوه جرګه جوړه کړو، دا جرګه به راساً له طالبانو او پاکستان او نورو ګاونډيو هېوادونو سره د سولې په اړه خبرې کوي. ))

په ننګرهار کې د مومندو قوم مشر حاجي جهانزیب مومند په خپلو خبرو کې وویل، د ولسمشر د سولې له طرحې ځکه ملاتړ کوي، چې وسله والو ته يې داسې دلیل نه دی پریښی چې مخالفت يې وکړي:

(( د سولې کومه طرحه چې ولسمشر وړاندې کړې، په هغې کې هيڅ ډول شرط نه ايښودل شوی، همدا د افغانانو د زړونو غوښتنه هم ده او هغوی ته يې هيڅ ډول دلیل پرېنښودو چې مخالفت يې وکړي.))

​په ننګرهار کې د قومونو د یووالي شورا مشر لعل اغا کاکړ وویل، د ننګرهار ولسونه د سولې غوښتوونکي دي او د سولې لپاره کار کوي:

(( ولسونه او قومونه د ولسمشر د سولې له وړاندیز څخه په کلکه ملاتړ کوي. ننګرهار همېشته د سولې تږي دي، او د سولې لپاره هر سپين ږیری، ځوان او مدني فعال کار کوي.))

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، لکه څنګه چې ننګرهاريانو د خپلو سيمو ساتلو ته مټې رانغښتي، داسې سولې راوستو ته هم ژمن دي:

(( یوه مهمه تجربه چې موږ په ننګرهار کې واخيسته، هغه دا ده چې کومې سيمې چې زموږ اتل وسله وال ځواک له مخالفینو پاکې کړې، هغه سيمې اوس ولسونه ساتي. دا خپله د دې ښکاروندوی کوي چې ولس د سولې لپاره او د خپل وطن د ساتنې لپاره تر بل هر چا زیات ژمن دي، ولاړ دي او ننګرهار د افغانستان لپاره يوه ډېره ښه بېلګه کېدای شي.))

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزرات چارواکي وايي چې دوی به د افغانستان په زونونو سربېره په ۲۵ ولایتونو کې ورته قومي غونډې جوړوي او بیا به د قومونو له منځه د بې طرفه اشخاصو يوه باصلاحیته جرګه جوړوي چې دا جرګه به د دولت وسله والو مخالفینو او ګاونډيو هېوادونو سره په سيمه کې د سولې او امنیت د تامين لپاره پريکنده خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG