د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب حکومت پښتون ژغورنې غورځنګ ته د جلسې اجازه نه ورکوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د دوي پر بیا بیا غوښتنو سربېره د پنجاب حکومت په لاهور کې د جلسې کولو اجازه لا هم نده ورکړې.

د یاد غورځنګ مخکښ علي وزیر د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دوي د لاهور پولیسو ته په وار وار خواست کړی چې د اپرېل پر ۲۲مه د اعلان شوې جلسې اجازه ورکړي خو هغوی انکار کوي.

که څه هم د لاهور پولیسو په دې اړه پر خپله رسمي پاڼه څه نه دي ویلي خو د پښتون ژغورنې غورڼګ مشران وايي چې هغوی ورته د امنیتي اندېښنو پر اساس د جلسې اجازه نه ورکوي.

علي وزیر وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران اوس په دې اړه سلا مشورې کوي چې څنګه د پاکستان د آیین و قانون په چوکاټ کې دننه د اپرېل ۲۲مې اعلان کړی احتجاج وکړي.

د نوموړي په وینا ، دا د دوي آییني حق دی چې په پرامنه توګه د خپلو ستونزو په ډاګه کولو لپاره احتجاجي غونډه وکړي.

بل پلو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې د لاهور انتظامیې پر انکار سربېره به خپله جلسه کوي.

منظور پښتون لیکلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لاهور کمېټۍ له تېرې یوې اونۍ په پرلپسې توګه د لاهور انتظامیې دفتر ته ځي راځي خو هغوی اجازه نه ورکوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ څو ورځې وړاندې اعلان کړی وو چې د اپرېل پر ۲۲مه به د لاهور ښار په موچي دروازه سیمه کې ولسي احتجاجي غونډه کوي.

هغوي د دې جلسې لپاره یو شمېر تشهیراتي مواد چاپ کړي او پر ټولنیزو رسنیو یې د هغوي په خپرولو سره د یادې جلسې لپاره هلې ځلې کړې دي.

د یادې جلسې لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې دوي په لاهور کې د دې لپاره جلسه کوي چې د دوي په وینا ، د خپل مظلومیت کیسې د لاهور او پنجاب له ولس سره شریکې کړي.

XS
SM
MD
LG