د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان دوکاندارانو په اسلام اباد کې احتجاج ختم کړ


د شمالي وزیرستان د مارکېټونو او دوکانونو مالکانو د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د اپرېل له ۱۸مې روان احتجاج پای ته رسولی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د یادو مظاهرچیانو او د شمالي وزیرستان د پولیټکل انتظامیې ترمنځ خبرې اترې وشوې.

د مظاهره چیانو مشران وايي ، احتجاج یې ځکه ختم کړی دی چې حکومت یې د غوښتنو منلو باور ورکړی دی.

د احتجاج کوونکو او پولیټکل انتظامیې د چارواکو ترمنځ د دې خبرو اترو پر مهال لیکلې لوظنامه هم لاسلیک شوې ده کومه چې مطبوعاتو ته هم وړاندې شوې ده.

د شمالي وزيرستان د پولیټکل انتظامیې یو چارواکي تېمور خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل، “دا پريکړه وشوه چې په ميران شا کې به د پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر، د شمالي وزيرستان د پوځي څانګې مشر او د پولېټېکل ايجنټ په ګډون نور چاروکي او د دوي – یانې د مظاهره چیانو - استازي به سره کښېني او د معاوضې ورکولو طريقه کار به جوړوي.”

د شمالي وزیرستان د میر علي او میرانشاه دې مظاهره چیانو پر دې لیکلې لوظنامه خوشالي څرګنده کړې ده.

د شمالي وزيرستان د ميران شاه د تاجرانو مشر محمد شفيق مشال راډيو ته وويل چې له چارواکو سره تر لوظنامې ورسته يې تمه پېدا شوې ده چې غوښتنې به يې ومنل شي.

ده وویل، “ موږ له حکومته خواست کوو چې نور دې له ځنډه کار نه اخلي او موږ ته دې زر تر زره د ړنګ کړل شوو دکانونو معاوضه راکړي.”

محمد شفيق وویل چې که حکومت خپلې ژمنې پوره نکړې نو بيا به له یو شمير نورو غوښتنو سره د اسلام اباد مخه کوي.

د شمالي وزيرستان تاجران وايي په ۲۰۱۴ م کال کې د مشکوکه وسله والو پرضد د پاکستاني پوځ د ضرب عضب عملياتو له کبله یوازې په میرانشاه او علي کې د دوي ۳۰۰۰۰ دوکانونه ړنګ شوي دي.

د دې پوځي عملیاتو له کبله د یاد مالي زیان ترڅنګ تر یو میلیون زیات خلک هم بې کوره کړل شوي وو چې زیاتره یې خیبر پښتونخوا او د افغانستان خوست ولایت ته تللي وو.

د مظاهره چیانو او پولیټکل انتظامیې ترمنځ مزاکرات له هغه وروسته وشو چې د احتجاج کوونکو مشرتابه د جمعې په ورځ د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې له مشر مېجر جنرل اصف غفور سره لیده کاته وکړل.

مېجر جنرل اصف غفور مظاهره چیانو ته ویلي وو چې که احتجاج ختم کړي نو غوښتنې به یې ومنل شي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG