د لاسرسي ځای

تازه خبر

مریم اورنګزېب: د فلمي صنعت بحالۍ ته مو لس کلنه منصوبه جوړه کړې ده


مریم اورنګزیب دا هم ویلي چې د دې لس کلنې منصوبې له مخې به د فنکارانو لپاره د صحت کارډ او د خېر ښېګړې فنډ قایموي.

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزیب د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د خبرتیا اوخپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ قایمه کمېټۍ غونډې ته ویلي چې اوس د پاکستان حالات سم دي او د لوبو تر څنګ فلمي صنعت هم مخ پر بحالۍ روان دی.

مریم اورنګزیبزیاته کړې چې وفاقي حکومت د فلمي صنعت د بحالۍ او د فنکارانو د ژوند معیار ښه جوړولو لپاره لس کلنه پالیسي جوړه کړې ده.

د نوموړي په وینا له دې سره به د فلم سازۍ پر جدید الاتو راغوښتو ټېکس نه اخیستل کېږي، په سېلز ټېکس کې به ورته کمې وي ،د فنکارانو پر امدن به په ټېکس کې نرمي یا رعایت وي او هم داسې به د فلم جوړولو لپاره له بېنکونو څخه پنځه کروړه روپو پورې په آسان شرطونو قرضه ورکول کېږي.

مریم اورنګزیب دا هم ویلي چې د دې لس کلنې منصوبې له مخې به د فنکارانو لپاره د صحت کارډ او د خېر ښېګړې فنډ قایموي.

د پښتو فلمونو د پروډیوسر ملک آصف الله وايي ، که حکومت خپله دا فېصله عملي کړه نو له کبله به يې نه یوازې فلمي صنعت سره تړلې خلکو ته بلکې پاکستان ته هم ګټه ورسېږي.

د پښتو فلمونو او ډرامو اداکار طارق جمال مشال راډیو ته وویل که حکومت دې اړخته توجه ورکړه نو پاکستان کې تکړه تکړه اداکاران شته چې له کبله به يې فلمي صنعت ډېر پرمختګ وکړي

د فلمي صنعت کارکوونکي وايي چې په پاکستان کې د فلمي صنعت مخ په کښته تګ لوی لامل دا دی چې حکومت ورته توجه نه ورکوي.

دوي وايي تر ۱۹۹۰م کال وړاندې ټولې ۷۵۰ سنېماګانې وې چې په ۲۰۰۰م کال ګې یې شمېره ۴۳۳ ته را ټیټه شوه. خو له هغه وروسته د حالاتو خرابېدو له کبله اوس په ټول پاکستان کې څه باندې سل سېنماوې پاته شوې دي.

XS
SM
MD
LG