د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د سولې او حق غوښتنې خېمې ته د جنګ قربانیان ورغلي ول او پرلتوالو سره يې د خپل ستونزمن ژوند د کیسو له شريکولو وروسته په جنګ کې له ښکېلو ډلو وغوښتل چې نور جنګ بس کړي او سولې ته راوګرځي.

د تېرو لسو ورځو راهیسې په جلال اباد کې د ختيځ زون په کچه د ولسونو په استازولۍ ګڼو ځوانانو د سولې او حق غوښتنې خېمه درولې چې هره ورځ ورته د بېلابېلو قشرونو خلک ورځي او د سولې او حق غوښتنې له غږ سره خپل غږ بدرګه کوي.

د پرلتوالو يو تن مخکښ انجينر اباسين بهير وايي چې د دوی همفکره ملګرو د پرلت خېمه د دې لپاره درولې چې د ختيځ ولسونه راشي او له دغې لارې د سولې او امن غږ په جنګ کې ښکېلو ډلو ته وروسوي.

(( نن زموږ د خېمې لسمه ورځ ده او د دې لسو ورځو په جریان کې د ټولنې بېلابېل قشرونه راغلي او د وسولې لپاره يې خپل غږ اوچت کړی دی. په دغه تسلسل کې نن د خېمې ته د جنګ قربانیان راغلي وو او خپلې کيسې يې وکړې چې په دوی باندې څومره سختې او نادودې تېرې شوي دي او د سولې لپاره یې خپل غږ اوچت کړ.))

يو تن دولس کلن ماشوم چې کابو اوه کاله د مخه يې پلار په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوی، په خېمه کې له پرلتوالو سره خپلې ستونزې شرېکې کړي:

(( زما نوم لیاقت دی، اوه کاله مخکې زما پلار سهار وختي ګلکارۍ ته روان و چې په میدان هوايي کې شهيد شوی و، دا چې په موږ باندې څومره مشکلات راغلي، په هغې یو الله خبر دی، زما ماشوم ورور دا اوس ناروغه دی، موږ سره دومره پیسې نشته چې ډاکټر ته يې یوسو. د طالبانو، داعش او ټولو نه دا هیله لرم چې نور دا جګړه بس کړي.))

د سولې او حق غوښتنې دې خېمې ته يوه کونډه هم راغلې وه، نوموړي د پرلتوالو له ستیج نه په جنګ کې له ښکېلو ډلو وغوښتل چې جنګ بس کړي او نورې خویندې میندې له کونډيتونه وژغوري:

(( مېړه مې د کابل بانک په پېښه کې شهيد شو، نو په ما هر ډول ستونزه راغله، سهار چې له کوره ووځم، د چا جامې وينځم، دا چا زرپونه وينځم او خپلو بچو ته يوه حلاله نفقه پیدا کوم. د طالبانو نه دا غوښتنه لرم چې نور دې جنګ بس کړي، نور دې نور دې کراري او سوله راولي، زه نور نه غواړم چې په افغانستان کې نورې خویندې ما غوندې سرتوري شي، زه نور نه غواړم چې ما غوندې نورې میندي زلیله شي.))

په ننګرهار کې پرلتوال وايي چې په تېرو لسو ورځو کې په جنګ کې له ښکېلو ډلو دوی ته کوم مثبت ځواب نه دی رسېدلی، خو زیاتوي چې د ختيځ زون په کچه به يوه لویه غونډه رابلي او له هغې وروسته به خپلې غوښتنې په لیکلي بڼه، افغان دولت، نړيوالې ټولنې او د دولت وسله والو مخالفینو سره شريکوي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

سعودي ښځو د ګاډو چلول پیل کړل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:17 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG