د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان دوکاندارانو په اسلام اباد کې احتجاج پیل کړ


احتجاج کوونکي دوکانداران
احتجاج کوونکي دوکانداران

د شمالي وزیرستان د میران شاه او میر علي د مارکیټونو او دکانونو مالکانو په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته پیل کړې ده. دا خلک وايي ، د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې یې جایدادونه له منځه تللي دي.

د اسلام اباد د پریس کلب مخې ته راغونډ شوي د میر علي او مرانشاه دا احتجاج کوونکي واييد دوی دیرش زره دکانونه ړنک شوي خو تردې دمه ورته حکومت د هغه تاوان ندی ورکړی.

دوي وايي ، په میران شاه کې د پاکستان په نومیو مارکیټ جوړ شوی دی خو په هغه کې د دکانونو شمېره کمه ده.

دې کسانو د سه شنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل چې حکومت او سیاسي ګوندونو دواړو ته یې خپل فریاد رسولی دی خو چې هیچا یې مسله هواره نکړه نو په اسلام اباد کې پر احتجاج کولو مجبور شوي دي.

په میرانشاه کې د دکانونو د مالکانو د تنظیم جنرل سیکرټري نور افضل خان وویل غږ یې څوک نه اوري نو ځکه په پارلمان کې د قبایلي سیمو استازي باید هلته د دوي دا مسله راپورته کړي.

نوموړي وویل، “شاوخوا دېرش زره دوکانونه دي چې ټول له خاورو سره خاورې شوي دي او موږ د دې د تاوان ترلاسه کولو لپاره په میرعلي او میران شاه کې دهرنې احتجاج وکړ او اوس دا دی اسلام اباد ته راغلي یو. که مو دلته هم غوښتنې ونه منل شوې نو به د پارلمان مخې ته پرلت ورکوو او تر هغه وخته به ناست یو چې غوښتنې مو نه وي منلې شوې.”

د میرانشا یو بل دوکاندار امشادالله وویل دوي ډېر ځپل شوي دي حکومت ته په کار ده چې د دوي غم وخوري.

نووموړي وویل چې دوی د هغه وخت پوليټیکل ایجنټ کامران اپریدي ته هم دا مسله وړاندې کړې وه چې دوی ته یوه لار ورکړي او له ګورنر سره دې ملاقات ورته برابر کړي خو یوولس میاشتې یې درخواستونه ورکړل خو چې هیڅ ونه شول نو اسلام اباد ته یې مخه وکړه.

د دوکانونو یو بل مالک حاجي فایوخان وویل که یې حکومت غوښتنې ونه منلې نو به خپل احتجاج پسې پراخ کړي.

ده وویل، “که چېري حکومت زموږ غوښتنې ونه منلې نو موږ به له وزیرستان څخه نور خلک هم را وغواړو چې راشي دلته له موږ سره د خپل حق غوښتلو لپاره په احتجاج کې شریک شي.”

په پارلمان کې د شمالي وزیرستان له استازي محمد نزیر سره په رابطه کې بریالي نه شو خو د جنوبي وزیرستان پارلماني استازي مولانا جمال الدین مشال راډیو ته وویل چې دوي مخکې هم هڅې کړې دي او اوس به یې بیا وکړي.

مولانا جمال الدینوویل، “زه دې احتجاج ته ورغلی وم او دې متاثرینو ته مې وویل چې ستاسو غوښتنې جایز دي او موږ به درسره ولاړ یو. دا مسله به په پارلمان کې راپوته کوو او د خیبر پښتونخوا له ګورنر اقبال ظفر سره به پرې خبرې کوي.”

دوي ، دا دوکانونه او مارکېټونه د ضرب عضب په نامه د پاکستاني پوځ په هغو عملیاتو کې له منځه تللي چې د ۲۰۱۴م کال د جون له ۱۵مې یې هلته د وسله والو پرضد تر سره کړي وو.

د دې عملیاتو له کبله یوازې یاد مالي زیان نه وو رسېدلی بلکې تر یو میلیون زیات خلک هم بې کوره کړل شوي وو.

XS
SM
MD
LG