د لاسرسي ځای

تازه خبر

خټک: پاکستان حکومت بايد د کمېشن وړانديزونه جدي ونيسي


د پاکستان بشري حقونو تنظيم خپل کلنی راپور وتلې وکیلې او د بشري حقونو مبارزې عاصمه جهانګیر ته ډالۍ کړی دی.
د پاکستان بشري حقونو تنظيم خپل کلنی راپور وتلې وکیلې او د بشري حقونو مبارزې عاصمه جهانګیر ته ډالۍ کړی دی.

د پاکستان بشري حقونو تنظيم (هيومن رايټس کمېشن اف پاکستان) ويلي، د ۲۰۱۷ ز کال په اوږدو کې په هغه هېواد کې د ترهګرۍ په پېښو کې د ولسي مرګ ژوبلې کمې پېښې مخ ته راغلي، خو د مذهبي لږکيو پرضد د تاوتريخوالي په هغو کې بيا زياتوالی ليدل شوی.

ايچ ار سي پي په دوشنبه په اسلام اباد کې خپل رپوټ د يوې غونډې په ترڅ کې خپور کړ.

په رپوټ کې راغلي، په ۲۰۱۷ م کال کې په پاکستان کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور د خلکو د ځورونې پېښې زياتې شوي.

په رپورټ کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو خراب حالت هم ياد شوی او وايي چې دا مهال د هغوی شمېر تر ۲۵ لکو اوښتی دی.

د هيومن رايټس کمېشن اف پاکستان رپورټ زياتوي چې وفاقي حکومت د ۲۰۱۶ ز کال په پرتله، په ۲۰۱۷ ز کې کمه قانون سازي کړې.

د رپورټ تر مخه، په ۲۰۱۷ ز کال کې د سیند صوبې حکومت تر ټولو زيات، ۱۴ قوانين منظور کړي.

په ۲۰۱۷ م کال کې په پاکستان کې د بشري حقونو حالت په اړه د ايچ ار سي پي د رپورټ خپرولو په غونډه کې د دغه سازمان پخواني مشر افراسياب خټک هم ګډون درلود.

د ايچ ار سي پي په رپورټ کې ويل شوي، د ۲۰۱۷ کال په لومړيو ۱۰ مياشتو کې د پاکستان په څلورو واړو صوبو کې د مېرمنو پرضد د تاوتريخوالي ۵۶۶۰ پېښې ثبت شوي دي.

په رپورټ کې زياته شوې، سره له دې چې په تېرو څو کلونو کې په قامي او صوبايي کچه د ماشومانو د تحفظ په موخه يو شمير قوانين جوړ شوي، پروسږ کال د هغوی پرضد هم د تشدد پېښې مخ ته راغلي.

د ايچ ار سي پي د پخواني مشر ای اې رحمان په وينا، حکومت د۲۰۱۷ ز کال په اوږدو کې د ښځو او ماشومانو پر ضد د تاوتريخوالي پېښو د له منځه وړلو په چارو کې پاته راغلی دی.

نوموړي په هېواد کې د کسانو د لادرکه کولو موضوع هم ياده کړه او په خبره يې چې حکومت بايد د دې مسالې د ختمولو لپاره لازم اقدام وکړي.

د هيومن رايټس کمېشن اف پاکستان په کلني رپورټ کې په هېواد کې د انصاف د نظام، په جېلونو کې د قيد مجرمانو د حالت، د بې وزلو او وروسته پاتې طبقو لپاره د ژوند د بنيادي اسانتياو د نشتوالي او همداراز د کډوالو او چاپېريال ساتنې په څېرموضوعاتو په اړه شمېرې ورکړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG