د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې ـ پکتیا پر پوله پوځي او ولسي مشرانو سره لیدلي


د پاکستان امنیتي چارواکیو د افغانستان له پوځي مشرانو سره پر سرحدي ستونزو او امنیتي چارو خبرې اترې شوې دي.

په دوشنبه د پولیټیکل انتظامیې یوه چارواکي مشال راډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دا خبرې بېګا ماښام د پکتیا- کورمې ترمینځ پر پوله له نښتو پس شوې دي.

چارواکي وویل، د دواړو غاړو ترمنځ له خبرو اترو پس په نښته کې نيول شوي درې پاکستاني عسکر هم خوشې کړل شوي دي.

د نوموړي هغه په خبره، په خوشې کړل شویو عسکرو کې یو ټپي هم دی.

بلخوا د شورکوه پر پوله د کورمه والو او خوستیو مشرانو ترمینځ هم جرګې شوې دي.

یوه ځايي کس او مشر ابرار حسین جان توري مشال ریډیو ته وايي، د دواړو خواوو مشرانو دا پرېکړه کړې چې د سیمې امنیت لپاره به هېڅ یو لوری پر بل لوري ډزې نه کوي او نه به هم د پولې سرغړونه کوي.

د افغان او پاکستاني سرتېرو ترمنځ د کرمې ایجنسۍ او پکتیا ترمنځ پر پوله د یکشنبې د ورځې د نښتې نه پس اوس پر پوله وضعیت ارام دی.

که څه هم د پاکستان له لوري د اوربند په اړه څه نه دي ویل شوي خو د خوست والي حکم خان حبیبي د دوشنبې پر ورځ مشال سره د خبرو پر مهال د دې خبرې پخلی وکړ:

''جګړه د یکشنبې ورځې تر درېوو بجو روانه وه، له هغې وروسته ودرېده، بیا په ډنډي پټان ولسوالۍ کې د دواړو خواوو د نظامي رهبرۍ ترمنځ په ناسته کې په اوربند هوکړه وشوه.''

افغان او پاکستاني چارواکي پر یو بل د ډزو د پیلولو تورونه پورې کوي. په پرونۍ جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان د پوځ لخوا د یکشنبې پر ورځ په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د افغان سرتېرو لخوا پر ایف سي ځواک د برید په نتیجه کې د دوی دوه سرتېري وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي.

خو د کورمې د پولیټیکل انتظامیې یو چارواکي بیا د نوم د نه ښکاره کولو په شرط مشال راډیو ته ویلي وو چې په دې نښته کې درې پاکستاني سرتیري وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان چارواکي بیا ادعا کوي چې لومړی پاکستانیو سرتېرو د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو برید وکړ او دوی ورته ځواب ووایه. افغان لوری وايي په دغه جګړه کې یو افغان سرتیری او یو ولسي کس وژل شوي او درې نور بیا ژوبل شوي دي.

د نښتې ځای لرې پرته غره ییزه سیمه ده چې ورته خبریالان لاس رسی نه لري نو ځکه مشال راډیو په ازادانه ډول د افغانستان او پاکستان د چارواکو د دعوو تصدیق نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG