د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغماني پرلتوال سوله غواړي


Afghanistan: Peace sit-in in Laghman. 16APR2018
Afghanistan: Peace sit-in in Laghman. 16APR2018

د افغانستان د يوشمېر نورو ولایتونو په څېر په لغمان کې هم له تېرو څو ورځو راهيسې د سولې او امن غوښتوونکیو د پرلت خېمه لګولې چې هره ورځ ورته سلګونو ولسي وګړي ورځې او له پرلتوالو سره خپل ملاتړ ښيي.


له کابل، هلمند، زابل، ننګرهار او يوشمېر نورو ولایتونو وروسته په لغمان کې هم ګڼو همفکره ځوانانو د سولې او امن غوښتنې په پار خېمه لګولې چې هره ورځ پکې په سلګونه تنه ولسي وګړي ورټولېږي او له پرلتوالو سره خپل ملاتړ په ډاګه کوي.
جاوید مسرور چې په لغمان کې د پرلتوالو د مخکښانو له ډلې څخه دی، له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:


''زموږ لومړی مقصد دا دی چې افغان دولت، نړیواله ټولنه او د دولت وسله وال مخالفین به جګړه بندوي. جګړه چې بنده شوه، د سولې لپاره لاره هوارېږي، بیا هلته ګېلې، شرایط او ځينې غوښتنې رامنځتنه کېږي، چې ولس کولای شي چې بیا دا په ښه شکل سره حل کړي. او بل مقصد مو دا دی چې په افغانستان کې چې څومره پرلتونه پیل شي، دا باید سره منسجم کړو او یو غږ ترې جوړ شي.''


دی زیاتوي چې په سيمه ييزه کچه يې د دولت د وسله والو مخالفینو څلوېښت کسیزې ډلې سره خبرې روانې دي او تمه څرګندوي چې ډېر ژر به خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او له جنګه به لاس واخلي.


یکشنبې په ورځ له ننګرهاره يوه ډله فرهنګيان او همفکره ځوانان په لغمان ولایت کې د سولې او امن غوښتونکو خېمې ته ورغللي ول، ايمل څړوال چې په کابل، ننګرهار او يو شمېر نورو ولایتونو کې د سولې او امن د ټیکاو لپاره د پرلتونو د خېمو په مخکښانو کې شمېرل کېږي، وايي چې دوی په لېرو پرتو ولسواليو ګرځي او د سولې او امن پېغام به ولسونو ته رسوي:


''کلي په کلي به ګرځو او هغه خپل اهداف به په يوه پاڼه کې چاپ کوو او هر چا ته به يې ورکوو. خلکو ته به عذر هم کوو، زارۍ به هم کوو او ننواتې به هم کوو. ولس ته به زارۍ کوو چې راشئ په دې ملي اجتماع کې خپل غږ پورته کړئ او خپل حقوق وغواړئ.''


لیکوال او ټولنیز فعال شېرین اغا جهانګیر وايي چې اوس په ټول افغانستان کې ځوانان بیداره شوي او خپل بنیادي حقونه چې په سر کې يې سوله راځي، غواړي. دی وايي که ځوانان دا موقع له لاسه ورکړه، نو افغانستان به يو ځل بیا د يوه اوږد مهاله ناورین شاهد وي:


''دا وموقع موږ ځوانانو ته په لاس راغلې ده، باید اعظمي ګټه ترې واخلو او پرېنږدو چې دا موقع ضایع شي. که خدای مه کړه، دا موقع ضایع شوه او بیا موږ د دې جګړې يوې خطرناکې مرحلې ته لاړو، بیا به ترې په پېړيو، پېړيو ځانونه خلاص نه کړی شوو.''

په لغمان کې پرلتوالو وايي چې په نېږدې راتلونکي کې به د ختيځ زون په کچه د پرلت وهوونکيو يوه لویه غونډه جوړوي، او بیا به د نورو ولایتونو د پرلتوالو سره ګډې غونډې کوي، د سولې لپاره به يو جامع میکانیزم جوړوي او بیا د ټول افغانستان د پرلت وهوونکيو يوه لویه غونډه په کابل کې جوړوي او خپلې غوښتنې به د افغانستان دولت، نړيوالې ټولنې او د دولت وسله والو مخالفینو سره شريکوي.

XS
SM
MD
LG