د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې دوه عيسويان په وسله وال بريد کې وژل شوي


يوه مور په کوټه کې د اپريل پر لومړۍ نېټه په بريد کې د وژل شوې لور پر مرګ ژاړي.(فايل فوټو)
يوه مور په کوټه کې د اپريل پر لومړۍ نېټه په بريد کې د وژل شوې لور پر مرګ ژاړي.(فايل فوټو)

د بلوچستان په کوټه ښار کې وسله والو دوه عيسويان وژلي او پنځه يې ټپيان کړي دي.

د کوټې د پوليسو مرستيال مشر عبدالرزاق چيمه مشال راډیو ته وويل چې د اتوار مازيګر پر سبزل روډ د عيسی نګرۍ په سيمه کې پر موټر ساييکل سپاره وسله والو پر عيسويانو هغه وخت ‌ډزې وکړې چې کله هغه له عبادته وروسته له کليسا را ووتل.

دده په وينا په بريد کې دوه عيسويان وژل شوي او پنځه ټپيان شوي دي.

په وژل شوو کې يو ماشوم هم دی.

زخميان د کوټې بولان مېډيکل کمپلېکس ته وړل شوي دي.

که څه هم پوليس او اېف سي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي خو لا يې هم د پېښې په تړاو څوک نيولی نه دی.

د پېښې ذمه واري د رپورټ تر بشپړېدو پورې هيچا په غاړه نه وه اخيستې.

په دې وروستيو کې په کوټه کې پر عيسويانو د وسله والو بريدونو پېښې زياتې شوې دي

شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې د اپريل پر لومړۍ نېټه په کوټه کې وسله والو څلور عيسوي وګړي و وژل.

پروسږکال د ډېسمبر په مياشت کې د کرسمس پر موقع هم په کوټه کې پرکلیسا وسله وال بريد وشو چې پکې نهه کسان وژل شوي او په لسګونو ټپيان شول.

د تېرو دواړو پېښو ذمه واري داعش وسله والې ډلې منلې وه.

XS
SM
MD
LG