پراګ ـ په پاکستان کې د موجوده وفاقي او صوبايي حکومتونو جمهوري موده په می کې سر ته رسیږي او د عامو انتخاباتو او او د هغې په نتجه کې راتلونکیو نویو حکومتونو تر جوړېدو پورې د نګران حکومت لپاره هلې ځلې شروع شوي دي.
پاکستاني رسنۍ لیکي، ممکنه ده چې په دې لړ کې وزیراعظم عباسي د نورو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره هم لیده کاته وکړي. په دې اړه د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند مرکزي ویاند صدیق الفاروق د خالي په ورځ مشال رېډیو ته وویل چې په دې لړ کې به حکومت جمهوري لاره اختیاروي. نوموړي زیاته کړه:
((په دې لړ کې د چهارشنبې په ورځ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او اپوزیشن لیډر سید خورشید شاه تر منځ یو ملاقات شوی. خو وزیراعظم ویلي چې د خپلو اتحادي ګوندونو سره به سلا مشوره کوي او خورشید شاه هم د نورو اپوزیشن ګوندونو سره مشوره کول غواړي. د اییني طریقه کار مطابق وزیراعظم او په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو مشر په مشوره نوی نګران وزیراعظم ټاکلی شي. خو مونږ غواړو چې په دې کې جمهوري روایات هم په پام کې ونیول شي. نو تمه ده چې په یوه اوونۍ کې به دا معامله سر ته ورسیږي.))
د ایین ترمخه که وزیراعظم او د اپوزیشن ګوندونو مشر د نګران وزیراعظم په نوم سلا نه شي نو بیا به دا معامله پارلیماني کمیټۍ ته وړاندې کولی شي. که هغوی هم په متفقه فېصله کې ناکامه شي نو بیا به انتخاباتي کمېشن هغوی ته په لیږل شویو نومونو کې د نګران وزیراعظم لپاره یو انتخابوي. اپوزیشن لیډر سید خورشید شاه له پیپلز ګوند سره تعلق لري، د دغه ګوند له یو مشر او پخواني سینیټر تاج حېدر نه مو پوښتلي چې د پارلیماني کمیټۍ پر ځایې د سیاسي ګوندنو له مشرانو سلا مشورې کول به په اییني توګه سم اقدام وي او که څنګه؟ هغه راته په ځواب کې وویل:
((نه، ایین د نګران وزیرعظم لپاره په سلا مشوره بندیز نه لګوي. دا یو ښه ګام دی چې پکې وفاقي حکومت له نورو ګوندونو سره مشوره کول غواړي. ځکه چې د نګران حکومت تر ټولو مهمه ذمه واري ازاد او شفاف انتخابات کول وي نو دا راز به د هغې په اړه د سیاسي ګوندونو لخوا د نیوکو مخنیوي هم وشي. مونږ به هم په دې لړ کې هڅه کوو چې د ټولو اپوزیشن ګوندونو رایې واخلو او بیا چې په مشوره کوم ښه تجویز مخې ته راشي حکومت ته به یې وړاندې کړو. نو سلا مشوره کول یو ښه عمل دی او په دې کې هیڅ تاوان نشته.))
د ۲۰۱۳م کال په می کې د تر سره شویو انتخاباتو په نتیجه کې د پاکستان په تاریخ کې په اول وار یو جمهوري حکومت خپله موده په پوره کولو واک بل جمهوري حکومت ته سپارلی وو. تمه کیږي چې راتلونکي عام انتخابات به د روان کال په جولای میاشت کې وشي او په دویم وار به هم واک له یو جمهوري حکومت نه بل جمهوري حکومت ته وسپارل شي.