د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ښوونکي د نوي ملازمتي قانون څخه سر ټکوي


قبایلي استادان د مظاهرې پرمهال
قبایلي استادان د مظاهرې پرمهال

پراګ ـ د قبایلي سیمو استادان وايي، د حکومت لخوا اعلان شوي نوي ملازمتي قوانین د دوی د پرمختګ مخه نیسي او په هیڅ یو حالت کې یې دوی منلو ته تیار نه دي.

د قبایلي استادانو د مومند ایجنسۍ مشر او د ال فاټا ټیچر ایسو سی اېشن مرکزي نایب صدر مرجان علي مومند د خالي په ورځ مشال ریډیو ته وویل چې د وړاندیني قانون تر مخه به د پرایمرۍ سکول استاد په خپل اهلیت او قابلیت تر سیکټري چوکۍ پورې ترقي کولی شوه خو په نوي سټرکچر کې دا ممکنه نه ده. نوموړی زیاتوي د پالیسۍ ترمخه چې یو استاد په کوم سکول کې په کار وګومارل شي له هماغه سکول څخه به ریټایر کېږي. دی وايي دا راز کم امکان دی چې موجوده استادان تر ریټایر کېدو یو یا دوه درجې ترقي وکړی شي.

مرجان علي مومند هم دا راز وویل چې د دې نوي سټرکچر مطابق که یو استاد اته کلونه یوه غېر حاضري هم ونکړي او د سکول نتیجه یې سل په سله راشي نو ترقي به ورکول کیږي. په دې اړه د مومند ایجنسۍ د تعلیم څانګې مشر فریدالله محسود وايی د استادانو دا غوښتنې تر ډیره حده جایزې دي.

((دوی وايي، د اتو کلونو موده زیاته ده دا دې کمه کړل شي، ځکه چې داسې خو به یو استاد په ډېرو زیاتو کلونو کې څو درجې ترقي وکړل شي.))

بلخوا مرجان علي مومند وايي چې حکومت د پنځم او اتم جومات امتحانات هم د بورډ په ذریعه اخیستل غواړي. دا راز انګلش میډیم او نوي کورسونه هم جاري کوي چې لوجې یې د استادانو مشکلات زیات شوي دي. دوی په دې امتحانونو کې ماشومانو ته داسې سوالونه راوړي چې هغه په کورس کې نه وي شامل چې دا کار مشکل جوړوي.

د استادانو د دې غوښتنو په هکله فریدالله محسود وویل چې دا یې خپلو مشرانو ته استولي او تمه کوي چې غور به پرې وشي. دی وايي د پرایمري او مډل سکولونو استادانو ته د ټرینننګ ورکولو لړۍ هم پیل شوې ده.

فریدالله محسود زیاته کړه چې د قبایلي سیمو د تعلیم څانګه په نور هر څه کې د فاټا سیکټرېټ سره ده خو قوانین پرې د خېبرپښتونخوا عملي کیږي چې لوجې یې مشکلات حل کیدلو کې وخت ضایع کیږي.

بلخوا مرجان علي مومند دهړکه ورکړې چې که غوښتنې یې و نه منل شي نو د خېبر پښتونخوا د استادانو سره په ګډه به د احتجانو نوې لړۍ شروع کړي. په دې لړ کې د جمعې په ورځ هم په مومند ایجنسۍ کې استادانو احتجاجي مظاهره کړې وه.
د دې رپورټ اډیو دلته اوریدلی شئ:

د قبایلي سیمو د استاذانو غوښتنې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG