د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست او کورمې پر پوله نښته، دواړو غاړو ته مرګ ژوبله


د نازو غره سیمه
د نازو غره سیمه

پراګ ـ د پاکستان پوځ وايي، له کورمې سره نېږدې پر پوله افغان ځواکونو پر ملېشه سرتېرو ډزې کړې دي.

د پوځ عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار وايي، د یکشنبې پر ورځ د اېف سي ځواک سرتېرو ګزمه یا ګشت کاوه او پر پوله یې د اغزن تار لګولو لپاره تیاری نیوه چې ورباندې برید وشو.

هلته د کورمې د پولېټیکل انتظامیې یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د افغان ځواکونو په برید کې د اېف سي درې سرتیري وژل شوي او ژوبل دي. دی وايي چې په ژوبلو کې د اېف سي ځواک ځواک قومندان هم شامل دی.

چارواکي وايي، نښته روانه ده او د مرګ ژوبلې زیاتېدو وېره ده.

هلته د خوست امنیتي چارواکي وايي، لومړی پاکستانیو سرتېرو په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو برید وکړ.

افغان امنیتي سرچېنې وايي، پر جنډو غر او نازو غر تر برید وروسته دوی ځوابي کارروايي کړې چې له کبله یې نښته پیل شوه.

د افغانستان رسمي سرچیني وايي، په نښته کې شپږ پاکستانیان او دوه افغانان وژل شوي دي.

د نښتې ځای لرې پرته غره ییزه سیمه ده چې ورته خبریالان لاس رسی نه لري نو ځکه مشال راډیو په ازادانه ډول د دواړو خواو د چارواکو د دعوو تصدیق نشي کولای.

XS
SM
MD
LG