د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اسلامي نظام په ټوپک نه، په ووټ راوستل غواړو"


مولانافضل الرحمان په مټه سوات کې ولسي غونډې ته وینا کوي.
مولانافضل الرحمان په مټه سوات کې ولسي غونډې ته وینا کوي.

سوات ـ د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي چې د اسلامي نظام نفاذ لپاره بايد له تشدده کار وانخيستل شي.

نوموړی چې د خالي پر ورځ سوات ته تللی وو، هلته يې په يوه جلسه کې وویل چې دوی په جمهوريت باور لري او لارښوونه کوي چې ډلې او افراد دې د وسلې پر ځای د انتخاباتو له لارې خپل هدف ته ځان ورسوي.

مولانا زیاته کړه، دوی د ټوپک په زور د مذهب د خورولو طرفداره نه دي او که د دوی د ګوند مرسته نه وای نو د پاکستان پوځ نه شوای کولی چې په ملک کې امن ټینګ ګړي. نوموړي زیاته کړه:

((د وسله وال جنګ سره زموږ هېڅ تعلق نشته او جمیعت علما اسلام په نظریاتي محاذ د وسله وال جنګ مخالفت کړی دی او د هغې ملا یې ماته کړې ده.))

مولانافضل الرحمان وړاندې وویل، د دوی ګوند په پاکستان کې اسلامي نظام خورول غواړي خو دا کار د ووټ په ذریعه کول غواړې، د دې لپاره وسله وال تحریک پیلول نه غواړي.

((موږ د وسله والې جګړې او د طاقت د استعمال طرفداره نه یو. هغه زمانې تېرې شوې چې د ټوپک له لارې به نظامونه بدلېدل او خلک واک ته رسېدل. اوس د تورې او ټوپک ځای ووټ نیولی دی.))

د جمیعت علما اسلام ډلې مشر مولانا فضل رحمان د سوات په مټې سیمه کې خلکو ته د وینا پرمهال د سوات د ولس د قربانیو او کړاوونو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې د دې سیمې خلک هم د سولییزه ژوند تېرولو حق لري او پکار ده چې دا حق ورته ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG