د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د زيتون بانو پر فن او شخصيت غونډه وشوه


زيتون بانو
زيتون بانو

پراګ - نن [شنبه] د اسلام اباد په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ کې د پښتو ژبې د نامتو ليکوالې او کيسه ليکونکې زېتون بانو په درناوي کې يوه غونډه وشوه چې پکې د هغې پر فن او شخصيت خبرې وشوې. زيتون بانو تر دې دمه په پښتو او اردو ژبو کې ۱۳ کتابونه ليکلي دي.

په غونډه کې د ګډون والو وينا وه چې زېتون بانو د خپلو ناولونو، ډرامو او افسانو له لارې نه يوازې د پښتنې ټولنې خدمت کړی بلکه مېرمنو ته د ورپېښو مشکلاتو په هکله يې هم ډېر ښه ليکل کړي دي.

د غونډې انتظام په علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ کې د پاکستاني ژبو د څانګې مشر عبد الله جان عابد کړی و. نوموړي مشال راډيو ته وويل:

((زموږ ځوان کهول د خپلو اديبانو، ليکوالانو او شاعرانو د فن په اړه زيات معلومات نه لري نو په همدې خاطر وخت پر وخت دا ډول غونډې جوړوي تر څو پښتانه په خپلو ليکوالانو ښه خبر کړل شي.))

د عابد وينا وه چې ژوندي قامونه هغه وي چې د خپلو مشرانو په ژوندونې قدر وکړي.

د دستورې مشرې مېلمنې زېتون بانو له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې زموږ په ټولنه کې ډېر ښه ليکوالان موجود دي خو له بده مرغه د هغوی په ليک ولس نه خبرېږي او دا ځکه چې د پښتو ژبې اخبارونه او رسالې ډېرې کمې دي.

((په تېرو وختونو کې د پښتو ژبې ېو شمېر رسالې او اخبارونه موجود وو نو چې څه به مو وليکل سمدستي به چاپ شول خو اوس دا لړۍ تر ډېره حده درېدلې او دا ځکه چې لوستل کم شوي دي))

د هغې په وينا په داسې حال کې د ژبې پر وده منفي اغېز لوېږي.

زېتون بانو په ۱۸م جون ۱۹۳۸ م کال کې په پېښور کې زېږېدلې وه. نوموړې په پښتو او اردو ژبو کې ماسټري کړې او تر دې دمه يې د پښتو اته او د اردو پنځه کتابونه ليکلې دي.

زېتون بانو ته د پاکستان حکومت په ۱۹۹۶م کال کې د هغې د خدماتو په صله کې ملي جايزه (صدارتي تمغه برای حسن کارکردګي) ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG