د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې خبريالان د خونديتوب غوښتنه کوي


پراګ - په اسلام اباد کې خبریالانو له حکومته غوښتنه کړې چې پر دوی د تشدد مخنیوی وکړي او د هغوی حفاظت دې باوري کړي. د خبریالانو د حقونو دفاع کوونکي وايي چې په پاکستان کې په تېرو ۱۸ کلونو کې له ۱۲۰ زيات خبریالان وژل شوي دي.

د جمعې په مازيګر د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته په احتجاجي مظاهره کې د خبريالانو د بېلا بېلو تنظیمونو پر غړيو سربېره د ټي وي چینلونو سره کار کوونکیو خبریالانو او د حقونو دفاع کوونکیو برخه واخيسته.

د مظاهرچیانو وینا وه چې په تېرو دوو اوونیو کې د پنجاب صوبې په سيالکوټ ښار کې د خبرېيل ذيشان بټ پر وژنې سربېره د پنډۍ، ميرپور او ديرکوټ سيمو کې پر خبريالانو بریدونه شوي دي.

د مظاهرې انتظام د جاګو په نوم د خبریالانو د حقونو یو تنظیم کړې وه. د یادې ادارې مشر او خبريال مطيع الله جان وايي حکومت پر خبریالانو د بریدونو په م نیوي کې پاتې راغلې دی.

((له بده مرغه په پاکستان کې سياسي حکومت ډېر کمزورې دی. نه خو پر خبريالانو په حملو درولو کې کاميابه شوی او نه يې هغه چاته سزا ورکړې چې پر خبريالانو حملې کوي او داسې ښکاري چې کوم خلک پر دوی په حملو کې ککړ دي نو هغه تر حکومت هم زيات زورور دي.))

له شخصي ټېليويژن ډان سره کارکونکی خبريال شکيل قرار وويل چې د خبریالانو د ساتنې لپاره به په ټول پاکستان کې د خبریالانو تنظیمونه یو کوي او په دغه اړه يي په بېلا بېلو سیمو کې له خبریالانو سره تماسونه نیولي دي.

((زموږ مشران د خپلو ګټو لپاره کار کوي او د خبريالانو ساتنې ته پام نه کوي.))

په پاکستان کې د خبریالانو د حقونو لپاره کار کوونکې ادارې انټرنیشنل میډیا سپورټ تر مخه په دغه هېواد کې له ۲۰۰۰م کال راهیسې د وژل شوو خبريالانو او کېمره چلوونکو مينانو شمېر تر ۱۲۰ اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG