د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې به واورئ چې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د وژل شوي زده کوونکي مشال خان يو ښوونکی وايي که څه هم په دې مقدمه کې په بشپړه توګه انصاف نه دی شوی خو په موجوده نظام کې د نوموړي په وژنه تورنو کسانو ته سزا اورول ثابتوي چې هغه بې ګنا و.
ضياوالله همدرد زياتوي چې د مشال خان تر مرګ وروسته د خلکو په سوچ کې ډېر بدلون راغلی او اوس په ناحقه د يو چا مذهب ته په سپکاوي تورنول اسان نه دي.
بلخوا د سختدريځۍ ضد مبارزه کونکې ګلالۍ اسماعيل وايي چې اوس هم اړينه ده چې له ریاستي بيانيې، تعليمي نصاب او د ژوند له نورو څانګو څخه د سختدريځۍ مواد له منځه يووړل شي.
د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.
نښلول
شریک کړئ
د مشال خان لومړی تلين
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:41:49
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
اسرار عالم مومند
اسرار عالم مومند د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي موضوعاتو راپورونه جوړوي.