د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر په ننګرهار کې هم د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوملیکنې بهیر پيل شو.

د ټاکنو د خپلواک کميسیون مسوولین وايي چې دا ځل يې د ټاکنو لپاره داسې طرزالعمل جوړ کړی، چې له مخې به يې ټاکنې په شفافه توګه تر سره شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسیون د ټاکنو لپاره هغه کارتونه منسوخ کړي چې پخوانيو ټاکنو کې پرې خلکو رایه ورکوله. دا ځل به ټاکنې د هویت د تذکرې له مخې د يوه کارت په ورکولو سره تر سره شي. د ټاکنو لپاره د نوملیکنې لړۍ د شبنې په ورځ په جلال اباد ښار کې پیل شوه او نېږدې یوه مياشت وروسته به دا بهير ولسواليو ته هم وغځول شي.

په ختيز زون کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر ذبیح الله وګړي وویل چې په جلال اباد ښار کې به ۴۷ مرکزونه چې د ښځينه او نارینه وو لپاره به بيل محلونه ولري،د نوم ليکنې په پار د يوې میاشتې لپاره پرانستې وي.

دی زیاتوي چې هر هغه څوک چې په کوم مرکز کې د ټاکنو لپاره نوملیکنه کوي، هلته به خپله رایه هم کاروي:

(( د ټاکنو د کمسیون لخوا چې کوم مرکزونه ټاکل شوې، خلک به هغوو مرکزونو ته ورځي، خپله تذکره به وروړي او په کوم مرکز کې چې نوملیکنه کوي، هملته به بیا خپله رایه هم ورکوي. د دې نوملیکنې عمده ځانګړتیا دا ده چې د رایه ورکوونکي او د رایه کارولو د مرکز تر منځ مستقیم تړاو ټاکي، یانې بل ځای کې بیا رایه نه شي ورکولای.))

دی زیاتوي چې په حصارک، هسکې مېنې او شېرزادو ولسواليو کې د نوملیکنې د مرکزونو د پرانیستو پر وړاندې امنیتي ستونزې هم شته دی.

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه لري چې ګوندې د نوملیکنې پر مهال له امنیتي ستونزو سره مخ نه شي، خو د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ډاډ ورکوي چې په جلال اباد ښار کې د نوم لیکنې ټولو مرکزونو ته کلک امنیتي تدابير نیول شوي:

(( د ټولو مراکزو امنیت زموږ د اتلو امنیتي ځواکونو په ډېر جدي ډول سره او په بشپړ ډاډ او اطمنان سره نیول شوی دی. زه په خپلو هېوادوالو غږ کوم چې هغوی چې د تابعیت تذکره نه لري، لومړی دې د تابعیت تذکرې واخلي او بیا دې د نوملیکنې مرکزونو ته تشریف یوسې، تر څو د ټاکنو له بهیر څخه بې برخې پاتې نه شي.))

دی وايي تر هغې چې د ننګرهار په ولسواليو کې د ټاکنو لپاره د نوملیکنې بهیر پيلېږي، د دوی امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې په هغو ولسوالیو کې هم د نوملیکنې د مرکزونو پرانیستلو ته زمینې برابرې کړي.

په ننګرهار کې په غټ شمېر کې ښځینه د هویت تذکرې نه لري، د ننګرهار د ښځو چارو ریاست مشره انیسه عمراني په کورنيو غږ کوي چېد خپلو کورنیو مېرمنو ته تذکري واخلي او د ټاکنو لپاره پرې نوملیکنه هم وکړي:

(( په ورونو مې دا غږ دی چې باید خپلو مېرمنو، خویندو او میندو ته دا زمینه برابره کړي چې په نوملیکنه کې برخه واخلي او هغوی چې تذکرې نه لري، تذکرې ورته واخلي.))

په ختيځ کې د ټاکنو خپلواک کميسیون چارواکي وايي چې په ټول ننګرهار کې به د نوم ليکنې ۴۵۷ مرکزونه پرانیستل شي.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو لپاره به ټاکنې د ۱۳۹۷ لمریز کال د ميزان په اته ویشتمه نېټه تر سره شي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د روسۍ فوټبال ډلې مېنوال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:21 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG