د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال باجوه: پاکستان کې به د پلان شوو مظاهرو اجازه ورنکړو


جنرال قمر جاويد باجوه
جنرال قمر جاويد باجوه

پراګ - په داسې حال کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم ولسي خوځښت خپلې احتجاجي مظاهرې پراخې کړي، د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمرجاوید باجوه ویلي چې روانې مظاهرې اینجینرډ یا پلان کړل شوي دي.

بلخوا د غورځنګ مشران وايي د تورونو پر ځای دې ریاست د دوی د بنیادي بشري حقونو حفاظت باوري وګرځوي.

د پنجشنبې پر ورځ په پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پر وخت د پوځ مشر په قبایلي سیمو کې د ولسي حقونو لپاره راوچت شوي غورځنګ ته په اشارې سره وویل چې دا مظاهرې پلان شوي یا اینجینیرډ دي.

ښاغلي باجوه دا هم وویل چې هيچا ته به اجازه ورنکړي چې د پوځي عملیاتو په نتیجه کې شوي پرمختګونه په شا بوځي.

((په قبایلي سیمو کې د امن پر ځای کېدو لږه موده شوې ده او خلکو یو نوې غورځنګ پېل کړی دی. ځينې خلک، چې له دننه او بهر نه د پاکستان په سالمیت پسې دي، هغوی ته موږ ویل غواړو چې تاسو هر څه وکړئ، تر کومه چې دا پوځ او ولس یو ځای ولاړ دي انشاَالله پاکستان ته هیڅ زیان نه شي رسېدی.))

پېښور کې د اپرېل پر اتمه د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډه
پېښور کې د اپرېل پر اتمه د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډه

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ د پوځ د مشر پر بیان د تبصرې پر وخت مشال راډیو ته وویل هرکله چې چا هم د پښتنو د حق خبره کړې ده هم دغه شان تورونه پرې پورې کړل شوي دي.

((زموږ پر شا خو ټول ولس ولاړ دی. ايا هغه هم پلان شوی دی؟ رياست خو دوه درې ځله کوششونه وکړل او د پاکستان زنده باد مومنټ په نوم يې نوی تحريک جوړ کړ او هغوی ته پيسې ورکوي او خلک ورته راغونډوي خو زموږ جلسو ته ولس په خپله خوښه راځي.))

نوموړي زياته کړه چې پوځ ځکه خفه دی چې په فاټا کې د هغوی ((زور او بدمعاشي)) چېلنج شوې ده.

په قبایلي سیمو کې د قانوني چارو پوه کریم محسود وايي چې پښتون ژغورني غورځنګ یو ولسي تحریک دې چې له ریاست نه د خپلو بشري حقونو د حفاظت غوښتنه کوي.

((د پښتون ژغورنې غورځنګ تر شا نه افغانستان او نه هم هند لاس لري. دا خلک په خپله ريښتونې بڼه کې راوتلي اوله قبايلو سره د تېرو ۱۵ کلونو د زياتوب تپوس کوي.))

په عین حال کې د خېبر پښتونخوا په پېښو او سوات کې د پاکستان زنده باد تحریک په نوم د یوې ډلې له خوا د پوځ په حق کې او د پښتون ژغورنې غورځنګ په مخالفت کې مظاهرې هم شوي دي. بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي چې د خپلو بنیادي بشري او ایيني حقونو د یقیني کولو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG