د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ځوانانو لخوا هم د پرلت خیمه ودرول شوه


نن د پنجشنبې ورځې مازدیګر د خوست ولایت لسګونو ځوانانو د ښار د سولې په پارک کې د پرلت خیمه ودروله او د قبایلي سیمو او کوزې پښتونخوا د ولسي حرکتونو د ملاتړ د اعلان تر څنګ يې په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې په خپلو کې خبرو ته کیني.

د پرلت ویناوالو وویل، هېڅوک نشي کولای چې د ګواښونو او وژنو له لارې د پولې په دواړو غاړو کې د سولې او حق غوښتنې لپاره د خلکو روان ولسي حرکتونه غلي او خاموشه کړي.

​د پوهنتون یو تن استاد او پرلت کوونکی نورالله ښاد لیونخېل وايي، چې دلته د هېچا ژوند نه دی خوندی او لامل يې هم دادی، چې تر اوسه دې حالت ته خلک غلي ول او عملي يې اقدام يې نه کاوه.

نورالله ښاد لیونخېل وویل:

((خلک تل پدې تمه دي چې معجزه راځي، وطن به جوړوي او دلته به امن راولي، خو داسې ونه شول، تر دې وروسته مو هوډ دادی چې د دین له ګټونکو سره به هم د منطق خبره کوو او د وطن د ګټونکو سره به هم د منطق خبره کوو.))

د پرلت بل ګډونوال لیکوال او شاعر زاهدشاه انګار وویل کله چې په کوزه پښتونخوا کې د منظور پشتین لخوا او په تعقیب يې په کابل، هلمند او نورو ولایتونو کې افغانانو د دې حالاتو په باب په سوله ییزه بڼه او د ولسي مبارزې په شکل کې غبرګون ښکاره کړ، نو د حالاتو پر بدلون يې باور پیدا شو.

په خوست کې د ځوانانو او مدني فعالانو د دې پرلت وړاندې لسګونو معلولینو او په جګړو کې د وژل شویو کورنیو یو شمېرغړو هم د سولې لپاره د پرلت خیمې وهلي دي.

بلخوا د خوست د خلکو په پرلت کې یو شمېر ښځو او نجونو هم برخه اخیستې ده.

​مدنې فعالې زهره جلال پرلت والو ته په خبرو کې وویل، چې د دوی حرکت د سولې او حق غوښتنې لپاره دی، هېڅوک نشي کولای چې د وژنو او ګواښونو له لارې د دې ملت بیداري خاموشه کړي.

اغلي زهره زیاته کړه:

((دغه زموږ غوښتنه او دا زموږ حرکت تل لپاره دی، سولې لپاره دی، حق غوښتنې لپاره دی، که زر پښتانه وژني، زر نور د امان الله خان په شان زیږیږي، دغه مدني حرکت ته به دوام ورکوي او خپل حق به د زمري له خولې هم باسي.))

د خوست یوبل ځوان نجیب الله واثق وايي، پدې خیمه کې د ټولنې د بیلابیلو قشرونو راغونډیدل دا په ډاګه کوي، چې سوله د ټولو افغانانو شریکه غوښتنه ده.

د ده په خبره چې زموږ د کلي ملا او عالم هم د طالب جنازه کړې او هم يې د اردو او پولیسو د سرتیرو جنازه کړې ده، نو مالومیږي، چې د دې جګړې قربانیان افغانان دي او موږ نه غواړو چې تر دې وروسته افغانان د یوې داسې جګړې قربانیان شي.

خوستي ځوانان او مدني فعالان داسې مهال د خوست ښار د سولې په پارک کې د پرلت خیمه وهي، چې له دې وړاندې په کندز، هلمند، زابل، غزني، هرات، کندهار، بامیان، ننګرهار، کابل او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې ولسونو د پرلت خیمې درولي او د جګړې پر ښکېلو اړخونو يې غږ کړی، چې له جګړو او افغان وژنو لاس واخلي او د دوی د سولې نارو ته دې مثبت ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG