د لاسرسي ځای

تازه خبر

''کابل ته د وزیر اعظم خاقان عباسي سفر ګټور وو''


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د یوشمير ستونزو باوجود د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د کابل دوره ډيره کاميابه وه او اسلام اباد ګڼي چې په افغانستان کې امن په خبرو ممکن دی.

په اسلام اباد کې د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې ته د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل کابل ته پر شپږم اپرېل د وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي دوره چې د ولسمشر اشرف غني په بلنه وه ګټوره وبلله. نوموړي وویل دواړو مشرانو د خپلمینځيو اړيکو علاوه د افغانستان پر امنيت او بيا ودانۍ، د ترهګرۍ نابودولو، د افغانستان کډوالو خپل وطن ته په درنښت سره ستنولو او د سيمه ييزې رابطې په زياتولو خبرې وکړې.

د نوموړي وينا وه چې په دغه ډول دورو د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم ښې کېدلی شي او اسلام اباد غواړي چې له کابل سره خپل تعلقات لاهم پیاوړي کړي.

د کابل د هغو تورونو په باب چې پاکستانیو ځواکونو د افغانستان د کونړ ولایت په مختلفو سيمو کې ۴۰۰ توغندي داغلي دي ډاکټر فیصل وويل، د دوی ځواکونو هغه مهال ډزې کوي چې کله د افغانستان له غاړې د دوی پر عسکرو ډزې وشي. نوموړي دعوا کوي چې په لسم اپرېل هم له هغې غاړې د دوی پر ځواکونو په ډزو کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG