د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: سباوون ننګرهاري بې وزلو ته وړیا تعلیمي مرکز جوړوي


سباوون ننګرهاری چې په پېښور کې په يوه شخصي ښوونځي کې په اوم ټولګي کې زده کړې کوي او د پیاوړي استعداد خاوند دی، ننګرهار ته ورغلی او غواړي چې د بې وزلو ماشومانو لپاره وړیا تعلیمي مرکز پرانیزي. نوموړي د يوې غونډې په ترڅ کې په دولت او ملي سوداګرو غږ وکړ چې په دې برخه کې ورسره هر اړخيزه مرسته وکړي.

دولس کلن سباوون ننګرهاری چې د تېرو دوه کلونو په دوران کې ورسره د هغه په پیاوړي استعداد بېلابېلو کورنيو او بهرنیو رسنیو مرکې کړي، اوس غواړي چې په ننګرهار کې د بې وزلو ماشومانو لپاره یو پراخه تعلیمي مرکز جوړ کړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې یوې غونډې ته چې د ولسي جرګې او ولایتي شورا پر يو شمېر استازو سربېره په کې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ټولنیزو فعالانو برخه لرله، وویل:

(( ننګرهار ته زما د راتګ موخه همدا ده چې خپل ټول زیار وباسم او تر هغې ستون نه شم، څو پورې چې مې په ننګرهار کې د خپلو د بې وزله او تنکیو ماشومانو لپاره د يوه تعلیمي مرکز بنسټ نه وي ايښی.))

نوموړي په دولت او ملي سوداګرو او شتمنه خلکو غږ وکړ چې د تعليمي مرکز په جوړېدو کې دې ورسره مرسته وکړي:

(( زه په ولسشمر محمد اشرف غني، اجرایه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د پوهنې په وزیر او د ننګرهار په والي غږ کوم چې په دې برخه کې مې هر اړخیزه مرسته وکړي او د ننګرهار په ملي سوداګرو او شتمنو خلکو غږ کوم چې هم نن په دې غونډه کې خپلې مرستې اعلان وکړي.))

د ننګرهار د ولایتي شورا استازی اسرار الله مراد چې په جلال اباد کې د يوه شخصي ښوونځي مشر دی، ژمنه وکړه چې د سباوون ننګرهاري په نښه کړي بې وزله پنځوس تنو ماشومانو ته به تر دولسم ټولګي پورې وړیا زده کړې ورکوي:

(( په افغان مراد لیسه کې به پنځوس تنه هغه بې وزله ماشومان چې سباوون ننګرهاری يې لازم ګڼي او سروی يې کړی، له اول ټولګي نه تر دولسم ټولګي پورېپه وړیا توګه زده کړې ورکوي.))

​د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي امیرجان دولتزي د سباوون تعليمي مرکز لپاره د پينځه جریبه ځمکې د وقف اعلان وکړ:

(( د ننګرهار په سیاسنګ کې د معلمینو د ښارګوټي تر څنګ يو بلاک ځمکه خاص د خدای د رضا او بې وزلو ماشومانو لپاره وقف کړه. له دې نه علاوه هر څوک چې دغه شان جامع خدمت د دې ولس د راتلونکي لپاره کوي، چې ګټه يې ټولو ته رسېږي، زه حاضر یم چې په دې برخه کې قرباني ورکړم، که خپله ځمکه ولرم، هغه ورکوم او که نه وي په قیمت يې ورته اخلم.))

په دغه غونډه د ننګرهار ولایتي ادارې کارپوه اکبر شېر ژمنه وکړه چې د سباوون تعلیمي مرکز په جوړېدو کې ولایتي اداره هر ډول مرستې ته ژمنه ده.

XS
SM
MD
LG