د لاسرسي ځای

تازه خبر

الېکشن کمېشن د نویو نوکریو او پروژو پر ورکړه بندېز لګولی


د پاکستان انتخاباتو کمېشن اعلان کړی دی چې نه اوسني صوبايي حکومتونه او نه هم مرکزي حکومت له دې وروسته فنډونه خرڅولای شي.

د یادې ادارې ویاند الطاف احمد د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دا بندیز د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه عملي شوی دی.

ده وویل” د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه چې په وفاقي او صوبايي حکومتونو کې چې څومره ګمارنې (برتۍ) کېږي یا د نویو ترقیاتي پروژو اعلان او تشهیر کېږي پر دې ټولو بندېز دی.”

الطاف احمد وویل چې د دې هدف ټولو سیاسي ګوندونو ته د راتلونکیو انتخاباتو لپاره یو ډول فضا برابرول دي.

نوموړي زیاته کړه چې “ الیکشن کمېشن غواړي په راتلونکیو عامو انتخاباتو کې شفافیت باوري کړي او په هېڅ صورت نه غواړي چې څوک پر دې ټاکنو اثراندازه شي.”

په پاکستان کې د صوبايي او قومي اسمبلۍ لپاره عامې ټاکنې د روان کال د جولايي په منځ کې ترسره کېږي.

د زیاتره ګوندونو له خوا د دې ټاکنو د شفافیت په اړه اندېښنې ښودل شوې دي او دوی غوښتنه کړې چې د انتخاباتو کمېشن باید ټول سیاسي ګوندونه په اعتماد کې واخلي او د انتخاباتو شفافیت یقیني کړي.

په عین حال کې د حکومت او اپوزېشن ګوندونو ترمنځ د لنډمهاله (نګران) وزیراعظم په اړه سلا مشورې روانې دي.

په قومي اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر او د پیپلز ګوند مخکښ سید خورشید شاه له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره لیده کاته کړي او له تحریک انصاف څخه یې هم د نومونو غوښتنه کړېده.

XS
SM
MD
LG