د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال باجوه: د امنيت ګټې د فاټا په قامي بهير کې له ګډېدو سره تړلې دي


د پاکستان پوځ وايي چې په هېواد کې د امن ګټې او خواږه د خلکو له خواهشاتو سره سم د فاټا په قامي بهير کې له شاملولو سره تړل شوې دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای ايس پی ار) په خبر پاڼه کې ويلي چې د چارشنبې پر ورځ په راولپنډۍ کې د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه وشوه چې پکې د جيو سټراټېجېک چاپېريال او د هېواد د امنيت جاج واخيستل شو.

د خبر پاڼې له مخې جنرال قمر جاويد باجوه وويل چې په پاکستان کې د امن ګټې له دې خبرې سره تړل شوې دي چې فاټا دي د خلکو له خواهشاتو سره سمه په قامي بهير کې ورګډه کړل شي.

د پوځ مشر دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې فاټا سياسي اتحاد په پرله پسې توګه دا تورونه لګوي چې ځينې سياسي ګوندونه او قوتونه د فاټا اصلاحاتو عمليکولو په مخ کې خنډ دي.

پارلېمان، واکمن ګوند مسلم ليګ نواز او دوه اتحادي پارټيانې د فاټا اصلاحاتو د عملي کولو په مخ کې خنډ دي.
شهاب الدين خان

په دې اړه په قامي اسمبلۍ کې د باجوړ استازي شهاب الدين خان د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې پارلېمان، واکمن ګوند مسلم ليګ نواز او د هغه دوې اتحادي پارټيانې د فاټا اصلاحاتو د عمليکولو په مخ کې خنډ دي.

خو د ده په وينا تر ټولو مهم خنډ هغه ۱۰۰ اربه روپۍ دي چې د اصلاحاتو له مخې به فاټا ته ورکول کېږي.

که څه هم شهاب االدين خان په اصلاحاتو کې د خنډ په اړه د واکمن مسلم ليګ نواز د اتحادي ګوندونو نوم وا نه خيست البته تر دې وړاندې نوموړي په مختلفو مرکو او غونډيو کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جميعت علما اسلام فضل الرحمن ډله ياده کړې ده.

خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېتر عثمان کاکړ د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو سره د مرکې پر مهال ادعا وکړه چې اصلاحات ځکه نه شي عملي کېدلای چې د فاټا ولس د دې مخالف دی.

د ده په خبره بايد د اېف سي ار په ناوړه برخو کې بدلون وشي.

نوموړي ادعا وکړه چې فاټا پر اوسني انتظامي حال باندې خوشاله ده خو بايد پراخ اختيارات ورکړل شي.

د پوځ د عامه اړيکو په بيان کې دا هم ويل شوي دي چې جنرال قمر باجوه د غونډې پر مهال حکم وکړ چې له وسله والو څخه د پاکه کړل شويو سيمو واک چې کله ولسي انتظاميې ته سپارل کېږي نو بايد پردې مهال دا خبره په پام کې و نيول شي چې د پرمختيا او ثبات ګټه تر خلکو پورې ورسېږي.

د پوځ دا لوړپوړې غونډه په داسې مهال شوې ده چې د پښتنو په جګړه ځپلو سيمو کې د ځوانانو يو سازمان پښتون ژغورنې غورځنګ يو تحريک پیل کړی دی.

له وسله والو څخه د پاکه کړل شويو سيمو واک چې کله ولسي انتظاميې ته سپارل کېږي نو بايد پر دې مهال دا خبره په پام کې و نيول شي چې د پرمختيا او ثبات ګټه تر خلکو پورې ورسېږي.
جنرال قمر جاويد باجوه

دوی غوښتنه کوله چې په کراچۍ کې وژل شوي ځوان نقيب مسود په ماورا عدالت وژنه کې تورن پوليس افسر راو انور دي و نيول شي، په فاټا کې دې خلک پر امنيتي پوستو نه ځورول کېږي، تر ناوړو پېښو وروسته دې کرفيو نه لګول کېږي، لادرکه کړل شوي کسان دې عدالت ته حاضر کړل شي او د پښتنو له عدالته لیرې (ماورا عدالت) وژنې دې او په پخوا کې د وژل شويو پښتنو په اړه دې يو عدالتي کميسیون جوړ شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ دعوا کوي چې حکومت ورسره کړې ژمنې نه دې پوره کړي خو حکومت وايي چې ځينې وعدې يې پوره کړې دي.

حکومت وايی چې پر امنیتي پوستو يې له خلکو سره چلند سم شوی دی.

دا شان په سوات، کوز او بر دير کې يې امنيتي پوستې ولسي انتظاميې ته سپارلې دي.

د دې ترڅنګ د نقيب مسود په وژنه کې تورن پوليس افسر راو انور نيول شوی دی.

XS
SM
MD
LG