د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: زیاتره ګوندونه راتلونکو انتخاباتو کې د شفافیت په اړه اندېښنې لري


د پاکستان یو شمېر ګوندونه وايي ، دوي د راتلونکو عامو انتخاباتو د شفافیت په اړه جدي اندېښنې لري. دوي وايي ، د انتخاباتو پر اداره غږ کوي چې د هیڅ یوه چا مداخلت او فشار ونه مني.

د پاکستان لرې کړل شوي وزیراعظم نواز شریف د دوشنبې په ورځ وویل ، دوي په ملک کې د راتلونکو عامو انتخاباتو په اړه اندېښنه لري او داسې نه ورته ښکاري چې دا انتخابات به شفاف وي.

دا اندېښنه یوازې د مسلم لیګ نون د مخکښ نواز شریف نه بلکې د زیاتره لویو ګوندونه ده خو پوښتنه دا ده چې د شفافو انتخاباتو لپاره څه کول په کار دي.

د پاکستان پپلز ګوند مخکښ اخوندزاده چټان وايي ، دوي د شفافیت په اړه اندېښمن دي خو د ده په وینا تر څو چې په ولس کې د ووټ د ارزښت په اړه شعور نه وي راغلی تر هغه وخته به شفاف انتخابات ډېر ممکن وي.

اخوندزاده چټان، “چې په یو ځای کې منتخب نماینده خرڅېږي او خپل ضمیر خرڅوي نو هلته د قبایلي سیمو ، پنجاب ، سیند او نورو سیمو له عام ولس څخه څه ته کېدای شي چې هغوی به د خپلې رایې سم استعمال کوي.”

د عوامي نشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن وویل ، دوي هم د راتلونکو عام انتخاباتو د روڼوالي په اړه خدشات لري خو د ده په وینا ، د پاکستان د انتخاباتو کمېشن باید د سیاسي ګوندونو اندېښنې لري کړي.

میا افتخار حسېن زیاته کړه چې “د شفاف انتخاباتو باوري کول د پاکستان د انتخاباتو د کمېشن کار دی او موږ له دوي هم دغه غوښتنه لرو چې په هره طریقه وي انتخابات دې شفاف وي.”

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سنېټر عثمان کاکړ وايي ، دوي ته وار له مخه په غیرمستقیمه طریقه ویل شوي چې هیڅ یوه چوکۍ به ونه ګټي.

دا چې شفاف انتخابات څنګه باوري کېدای شي ، عثمان کاکړ وویل ، ټول ګوندونه به د دې لپاره یو بل ته لاس ورکوي.

عثمان کاکړ، “ټول ګوندونه باید سره یو لاس شي او د انتخاباتو پر اصولو عمل وکړي او د هیڅ یوه چا مداخلت به نه مني او له ولس څخه به د منتخب کېدو هیله لرو. د اسټبلشمنټ پر اوږده کامیابۍ ته تر رسېدو ناکامي ښه ده.”

د بلوچستان نشنل ګوند منګل ډلې مخکښ او پخواني سنېتر ثنا بلوڅ مشال راډیو ته وویل دوي په تېر انتخاباتو کې هم اندېښنې درلودې کومې چې درستې ثابتې شوې وې او دا ځل د انتخاباتو کمېشن ته په کار ده چې له اوسه پر هر څه ژور نظر وساتي.

ثنا بلوڅ وویل، “د انتخاباتو کمېشن باید د درغلیو په اړه له خلک ثبوت ونه غواړي بلکې په خپله د دې لپاره له اوسه ګامونه پورته کړي او پر هر څه ژور نظر وساتي هغه ځکه چې شفافیت د دوي زمه واري ده د ولس زمه واري نده.”

د تحریک انصاف ګوند له زمه وارو کسانو سره مو هم په دې اړه د رابطې هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

د جمیعت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې مخکښ مولانا ګل نصیب بیا وايي ، دوي اوس مهال هیڅ اندېښنې نه لري خو که چېري ورته پیدا شوي نو به د انتخاباتو کمېشن ته ووايي.

مولانا ګل نصیبوویل، “د انتخابانو کمېشن چې تر اوسه څومرې کارونه کړي دي هغه ټول د ستاینې وړ دي او له اوسه به داسې اندېښنې د سیاسي فضا لپاره ښې نه وي.”

ټاکل شوې ده چې په پاکستان کې عام انتخابات د روان کال په جولايي میاشت کې تر سره شي. پاکستان مسلم لیګ نواز ، پپلز ګوند او تحریک انصاف هر یو پر اندېښنو سربېره ادعا کوي چې دوي به بریا ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG