د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف: د وژل شوي پاکستاني پېښه کې به له قانون سره سم چلند کېږي


پاکستان بهرنيو چارو وزير وايي چې په اسلام اباد کې د امريکايي سفارتکار له ګاډي سره په ټکر کې د يو کس د وژنې د پېښې په تړاو به له قانون سره سم چلند کېږي.

د چارشنبې پر ورځ په قامي اسمبلۍ کې د وينا پر وخت خواجه اصف وويل چې په ټرافېکي پيښه کې تورن امريکايي سفارتکار لاهم په پاکستان کې دی او د ده په خبره په اسلام اباد کې امريکايي سفارت هم په دې لړ کې په پلټنو کې د همکارۍ کولو باور ورکړی دی.

نوموړی وايي، پوليس هم پر دې مسله کار کوي.

پاکستاني رسنۍ د چارواکو په حواله وايي چې تيره اوونۍ په اسلام اباد کې د يو امريکايي سفارتکار له ګاړي سره په ټکر کې يو لاروی وژل شوی .

امريکا لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG