د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له خوست څخه د وزيرستانيو کډوالو د ستنولو دريم پړاو به ژر پیل شي"


د شمالي وزيرستان چارواکي وايي چې د خوست ګلان کېمپ کې مېشت د شمالي وزیرستان د کډوالو د ستنولو دريم پړاو به په راتلونکو څو ورځو کې پيل کړي.

يوه پولټيکل چارواکي د چارشنبې پر ورځ د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې کډوال به يوازې د ګلان کېمپ له لارې پاکستان ته ستنول کېږي.

که څه هم نوموړي دقيقه نېټه ونه ښودله خو د قدرتي افتونو د نظم ادارې اېف ډي اېم اې د مطبوعاتي څانګې يوه چارواکي احسان داوړ د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې هڅه کوي د اپريل تر پايه په ګلان کېمپ کې مېشت شاوخوا ۱۷۰۰ کورنۍ پاکستان ته ستنې کړي.

دا به د وزيرستانيو کډوالو د ستنولو دريم پړاو وي.

تر دې وړاندې په لومړي پړاو کې ۴۲۱۱ او په دوهم پړاو کې ۲۵۰۸ کورنۍ ستنې کړل شوې وې.

هڅه کوو چې د اپريل تر پايه په ګلان کېمپ کې مېشت شاوخوا ۱۷۰۰ کورنۍ پاکستان ته ستنې کړو.
احسان داوړ

احسان داوړ زياتوي، اټکل دی چې د افغانستان په مختلفو برخو لکه برمل، لمن او نورو سيمو کې په مجموعي توګه ۴۰۰۰ کورنۍ استوګنې دي.

هغه کډوالو ته خواست وکړ چې ځانونه د ګلان کېمپ ته ورسوي چې له هغه ځايه يې پاکستان ته ستانه کړي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ م کال کې د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد ضرب عضب عمليات پیل کړي چې له کبله يې تر يو مليون زيات کسان بې کوره شوي ول.

په دوی کې په زرګونو کسان افغانستان ته کډه شوي وو.

د عملياتو تر بشپړېدو وروسته سلګونه زره کډوال شمالي وزيرستان ته ستانه کړل شو خو لاهم زرګونه خلک د پاکستان او افغانستان په مختلفو برخو کې د کډوالی ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG