د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني وايي، موږ غواړو چې د بندرونو لارې غیر سیاسي شي


نن د دوشنبې ورځې ماسپښین مهال افغان ولسمشر محمداشرف غني د خوست له ځوانانو او مدني فعالانو سره په ناسته کې وویل، چې د هېواد په ګمرکاتو کې د سیاسي او دولتي دستګاه د لاسوهنو د مخینوي لپاره يې یوه اساسي طرحه تر کار لاندې نیولې چې په درېیو اونیو کې به يې کارونه سرته ورسیږي.

ده وویل، غواړي د افغانستان ټولې ترانزیټي لارې غیر سیاسي شي او په سوداګریزو مسایلو کې سیاست داخل نه شي.

ولسمشر وویل، چې داسې ترانزیټي لارې چې یوه ورځ خلاصه او شل ورځې وتړل شي افغانانو لپاره ګټه نه لري.

نوموړي ښځو ته په خوست ښار کې د دوی د پارک د سپارلو په باب وویل، چې د پارک د انتقال ټول اسناد د ښځو ریاست ته وسپارل شول او په دې پارک کې به یوازې او یوازې متشبثې ښځې فعالیت ولري.

ولسمشر وویل، چې تېره ورځ يې والي او ښاروال ته له پنځو تر لسو ساعتونو وخت ورکړی وو او که دا کار يې ترسره کړی نه وای، ښاروال يې له دندې ګوښه کاوه.

ده د ښځو د دندو په باب وویل، چې د ښځو د ریاست سربیره به په څلورو ریاستونو کې ښځې وګمارل شي.

ده د خوست د متون بابا د غونډیو د سلسلو په اړه چې شنې او ځنګلیزې ساحې دي وویل، چې د خوست څلور سوه کاله راتلونکی د څلور کسانو د خوشالو لپاره نشي قربانولی.

ولسمشر خوست والي ته لارښوونه وکړه، هر څوک چې د دې غونډیو د لاندې کولو هڅه کوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته دې معرفي کړي.

ولسمشر وویل، په خوست کې خلک په اداره کې اصلاحات غواړي ، نو ده له خلکو وغوښتل چې دې کار لپاره یو ګډ کمیسیون وټاکي او خپلې طرحې دې پدې باب ور سره شریکې کړي، چې په دوو میاشتو کې يې عملي کړي.

محمداشرف غني زیاته کړه، د خوست د ادارې هغه رييسان او مسوولین چې د څلورو کلونو څخه زیاته موده يې تېره کړې، هغوی به تبدیل شي.

نوموړي په خوست کې د بیلابیلو قشرونو څخه د یوې ۱۵۰ کسیزې شورا د جوړیدو وړاندیز تاید کړ او له فعالانو يې وغوښتل چې شورا دې تشکیل کړي، چې په هرو درېیو میاشتو کې ولسمشر سره کتنې ولري.

ولسمشر خوست والي ته لارښوونه وکړه، چې د صنعتي پارک ستونزه هواره کړي، خوست راتلونکی لري او که کوم څوک پدې ځای کې د ځمکو شرعي اسناد لري، ودې ښيي.

افغان ولسمشر د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره خوست ته د دویمې درجې تشکیلات او امکانات ورکړي.

ولشمشر غني د اوبو مهارول هم د دولت له مهمو پالیسیو څخه وبلل او ويې ویل چې د خوست د بندونو د سروې او ارزونې لپاره به تخنیکي هیات وټاکي او هر ځای چې یاد ټیم د بند جوړول مناسب وبولي، تر یو کال پورې به ورته مالي امکانات برابر کړي.

ولسمشر د خوستوالو د دې غوښتنې په ځواب کې چې د خوست تاریخي میخانیکي انسټیټوټ دې په میخانیکي پوهنتون بدل کړي وویل، چې افغان حکومت غواړي د ټکنالوژۍ نړیوال پوهنتونونه جوړ کړي.

ده وړاندې وویل، هر اړخیزه څېړنه روانه ده، تخنیکي او مسلکي معینت په ځانګړې ادارې باندې بدلیږي، تر هغه وروسته به د ټکنالوژۍ په پوهنتون د میخانیکي انسټیټوټ پر بدلولو کار وشي.

ولسمشر وویل، په راتلونکو دوو کلونو کې به په هغو ۱۷ ولایتونو او ولسوالیو کې چې پخوا ورته نا امنه ویل کیدل او مخکې ورسره بې عدالتي شوې وه، د ښوونځیو د کمښت ستونزه هواره شي.

ولسمشر وویل، د دې پروګرامونو د عملي کیدو لپاره دې موقع ورکړي او که شپږ میاشتې وروسته چې خوست ته راځي او دا کارونه يې نه وو عملي کړي، نو بیا به خوستوالو ته ګرم او ملامته وي.

افغان ولسمشر وویل، که مخکې د خوست مسالو ته نه دی رسیدلی لامل داوو چې مجبور وو چې بهرني سیاست جوړ کړي، مجبور و، چې اردو په پښو ودروي او پخوا خو چا دا باور نه کاوه چې افغانستان به په خپلو اوبو پسې وګرځي.

ولسمشر هیله وکړه چې خوست به نه یوازې د افغانستان په کچه بلکې د سیمې د هېوادونو په کچه یو وتلی ښار او ولایت تبدیل شي.

XS
SM
MD
LG