د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو کې د شناختي کارډ ټېکس معاف شو


د مومندو ايجنسۍ پوليټيکل انتظاميه وايي دوی دلته پر خلکو هغه ټېکس معاف کړی چې د شناختي کارډونو او ډوميسېل جوړولو په وخت به یې ورکاوه. دا ۲۵۰ روپۍ وي چې د بجلۍ د بيلونو پر ځای اخيستل کېدلې.

د مومندو د پوليټيکل ايجنټ په دفتر کې يو افسر، عبدالوکيل مشال راډيو ته د اپرېل په لسمه وويل چې دا کار د خلکو د پرله پسې غوښتنو وروسته شوی دی. هغه زياته کړه چې د خلکو په دې غوښتنې هم کار کوي چې وايي په مومندو کې د شناختي کارډونو جوړولو لپاره يو بل دفتر جوړ کړي او يا هم موبايل ټېمونه زيات کړي.

هغه زياته کړه: ''۲۲۰ روپۍ مو له هغه چا اخیستې چې شناختي کارډ يا ډوميسېل به يې جوړاوه. دلته خلک د بجلۍ بيل نه ورکوي نو له دې پېسو به موږ واپډا ته پېسې ورلېږلې. تر څو پورې چې د نادار د دفترونو خبره ده نو يو په يکه غنډ او بل په غلنۍ کې دی. خلک وايي دا کافي نه دي. موږ د دې يو حل داسې راويستلی چې موبايل (ګرځنده) ډلې مو جوړې کړې چې وخت په وخت د شناختي کارډونو د برابرولو په سلسله کې کلو ته ځي.''

په مومندو کې د شناختي کارډونو او ډومېسېل اخیستو په وخت د سرکاري فيس ليري کېدل ځايي خلک خوشاله کړي دي. خو دوی وايي پوليټيکل انتظاميه بايد د رشوتونو مخه هم ونيسي او سرکاري اسنادو ورکول دې په لږ وخت کې يقيني کړي.

د بره مومندو يو اوسيدونکي نېک محمد مشال راډيو ته په دې اړه وويل: ''د نوي پوليټيکل ايجنټ له خوا دغه ټېکس بخښل ښه خبره ده. له دې ۲۲۰ روپو سربېره يوه بله لویه ستونزه دا ده چې دلته په شناختي کارډ او ډومېسېل جوړولو ډېر وخت لګېږي. خلک لس لس ځلې غلنۍ او يکه غنډ ته ځي. ډېرې پېسې يې لګېږي نو پکار ده چې دا ستونزه هم حل شي.''

په مومندو کې دوه نور لویې ستونزې د انټرنيټ او موبايل ټيليفونو پرې کېدل دي. امنيتي چارواکو په تېر وخت کې مشال راډيو ته ويلي چې دا کار د تخنيکي ستونزو او امنيت ساتلو لپاره شوی دی او په خپل وخت به دا ستونزه حل کړي.

XS
SM
MD
LG