د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات: چاودنې شپږ کسان وژلي دي


د افغانستان د هرات شینډنډ ولسوالۍ کې یوې بمي چاودنې شپږ ولسي وګړي وژلي او نهه تنه یې نور یې ټپیان کړي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بېګا مشال راډیو ته وویل، دا پېښه د دوشنبې د ورځې په ماښام د ګڼې ګوڼې په یو بازار کې شوې ده.

د ده په وینا باروت په یوه موټرسایکل کې ایښې ول او بیا یې په ریموټ کنټرول چاودنه کړې ده.

نوموړي وویل چې په وژلیو کې څلور ماشومان او دوه سپین ږیري شامل دي.

هېچا لا د دې برید زمه واري نه ده منلې.

بلخوا امریکايي او افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ پخلی کړی چې د افغانستان په شمال کې یې د داعش ډلې یو لوړپوړی چارواکی وژلی دی.

په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو د دوشنبې په ورځ وویل، قاري حکمت الله چې د تیرې پنجشنبې په ورځ په یو هوايي برید کې وژل شوی د افغانستان په شمال کې د داعش د بهرنیو وسله والو یو مهم مشر وو.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش مشال راډیو ته وویل، حکمت الله په مشترکو هوايي عملیاتو کې وژل شوی او اوس داعش وسله والې ډلې قاري حبیب الرحمن خپل مشر ټاکلی وو.

بل پلو فرانس پریس خبري اژانس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن له خولې ویلي چې د داعش ډله به په افغانستان کې له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG