د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشريف د راتلونکو ټاکنو پر شفافيت شک لري


نوازشريف
نوازشريف

د پاکستان ليري شوي وزیراعظم او واکمن ګوند، مسلم لېګ (ن) مشر نوازشريف د جولايي په مېاشت کې کېدونکو عمومي ټاکنو په اړه اندېښنې ښودلې دي. نوموړي پرون اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې ده ته نه ښکاري چې راتلونکي انتخابات به شفاف وي.

هغه د دې ادعا لپاره د دليل په توګه د عدلیې پر کردار نيوکې وکړي او وي ويل چې چيف جسټس د دوی خلاف اړخ نيولی دی: ((موږ د غېرشفافو ټاکنو خواته روان يو. د داسې انتخاباتو پايلې به هيچا ته د منلو نه وي. ټاکنې نيزدي دي. د پنجاب پر حکومت تنقيد کېږي. په دې منطق خو زه نه پوهېږم. دوه ورځې مخکې هم ما ويلي وو چې بايد د ټولو سياسي ګوندونو لپاره په انتخاباتو کې د سيالۍ کولې موقعې يو شان وي.))

نوازشريف دا خبرې تر هغې وروسته کړې چې د پاکستان چيف جسټس تېره مياشت په پنجاب کې د مسلم ليګ (ن) پر حکومت نيوکې وکړي او وي ويل چې په تېرو لسو کلونو کې يې سم کار نه دی کړی. خو چيف جسټس ثاقب نثار تېره اونۍ وويل چې دی د جمهوريت ملاتړی، د کودتاوو خلاف او د هيڅ خاص ګوند پر ضد نه دی.

بلاول بهټو زرداري بيا د ټاکنو د څارنې نظام ته اندېښمن دی
بلاول بهټو زرداري بيا د ټاکنو د څارنې نظام ته اندېښمن دی

په همدې حال کې پرون د اپوزيشن ګوند، پيپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو هم په لاهور کې خبريالانو ته وويل چې دوی د راتلونکو ټاکنو د کېدو په طريقه کار نيوکې لري او داصلاحاتو غوښتونکی دي.

هغه زياتوي: ((د انتخاباتو کمېشن واک لري چې څارونکي افسران له عدلیې او استادانو واخلي خو موږ غواړي د ټاکنو کمېشن دومره سرچينې ولري چې خپل مستقل کسان وګماري. که داسې وشي نو موږ يې ملاتړ کوو. غواړو دا بدلونونه وشي تر څو زموږ د ټاکنو کمېشن يو ازاد او خپلواکه وي.))

څو ورځې مخکې د پاکستان ټاکنو کمېشن ويلي وو چې کېدای شي د جولايي په پنځلسمه کېدونکو ټاکنو لپاره ريټرنينګ افسران يا هغه کسان چې په انتخاباتي حلقو کې يې رايه اچونه تر واک او څار لاندې کېږي، له عدلیې څخه اخلي. کمېشن زياته کړې وه چې دې سره په د شفافيت پر لور يو بل ګام واخلي. نيزدي ټولو ګوندونو دا پرېکړه ستايلې وه.

XS
SM
MD
LG