په دې کسانو کې د قامي اسمبلۍ غړي، خسرو بختيار خبريالانو ته وويل چې دوی به له پنجابه د جنوبي ضلعو بېلولو او جدا صوبې جوړولو تحريک روان ساتي. هغه زياته کړه: ((د ترقياتي کار لپاره ورکول کېدونکو پېسو ويش منصفانه نه دی. د بېلابېلو ضلعو لپاره پېسې جلا کړل شي خو ورکول کېږي نه. په جنوبي پنجاب کې د پاکو اوبو، ورانو سړکونو، د بجلۍ نشتوالي او غربت مسلې شته دی. خو انشاالله چې کله جنوبي پنجاب ځانله صوبه شي نو تاسي به يې وګورئ چې د لاهور او فېصل اباد په شان يې جوړوو کنه! تاسي به ووينئ چې هلته به سړي سر آمدن زيات شي.))
کله چې راتلونکې اسمبليانې سوګند پورته کړي نو لومړی بايد د جنوبي پنجاب صوبې جوړولو د قرارداد منظوري ورکړي.خسرو بختيار
د حکمران مسلم لېګ (ن) څخه دغه اته غړي په داسې حال کې استعفا ورکوي چې په پاکستان کې د جولايي په مياشت کې عمومي ټاکنې کېږي. دې سره د دې ګوند د ماتېدو اندېښنې پېدا شوي دي.
خو د مسلم لېګ (ن) يو مشر غړي، آصف کرماني پرون اسلام اباد کې خبريالانو سره خبرو کې دا تشویش بې ځايه وباله او وي ويل: ((هغه کسان له ګونده وځي چې پوهېږي مسلم لېګ (ن) به يې په راتلونکو ټاکنو کې اسمبلۍ ته نه ودروي. دوی ته به د کانديد کېدو ټکټ نه ورکوي. ځيني داسې کسان دي چې خپله هيڅ حلقه نه لري. نو د دې دا مانا نه ده چې په ګوند کې څه ستونزه شته. ګوند متحد دی.))
تر دې مخکې په قامي اسمبلۍ کې د مسلم لېګ (ن) يو بل غړی، ډاکتر رمېش کمار هم له ګونده بېل او تحريک انصاف ګوند سره يو ځای شوی وو.
د سياسي چارو څېړونکی، اوېس توحيد وايي که د درغليوو په مقدمو کې نوازشريف ته د قېد سزا وشي کېدای شي ګوند يې مات شي خو د سياستوالو وتل دومره اثر نه لري. ((ماته داسې ښکاري چې د ایسټبليشمنټ خلاف چې نوازشريف کومې خبرې کوي، هغو خبرو په پنجاب کې پر رایه ورکونکو مثبت اغېز کړی دی. د مسلم لېګ (ن) شهرت يې نور هم زيات کړی دی. نو دا يوه مرغۍ له يوې پنجرې بلې ته تلل به د دې ګوند د خرابېدو سبب نه شي.))
د تېر مارچ په مېاشت کې مسلم لېګ (ن) ګوند پر دې سربېره چې په قامي اسمبلۍ کې يې تر بل هر ګونده زيات غړي لرل، د چېرمين او مرستيال چېرمين سيټونه وبایلل. پيپلز پارټۍ او تحريک انصاف ګوندونو د ځينو ازادو غړو سره لاس يو کړ او د يادو څوکيوو لپاره يې خپل کانديدان کامياب کړل.