د جاپان بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د امنیت ټینګښت، د انتخاباتو ترسره کېدو او د ټرافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت لپاره څه باندې ۱۲۵میلیونه ډالره مرسته کوي.
دا ژمنه د جاپان بهرنیو چارو وزارت مرستیال « ماساهیسا ساتو » له خپل افغان سیال حکمت خلیل کرزي سره په لیدنه کې کړې ده. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې دواړو لوریو پرون په کابل کې سره ولیدل او په امنیتي مسایلو، د سولې په خبرو، بیارغونې او انتخاباتو باندې یې بحث وکړ.
د بیان له مخې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر خلیل کرزي د جاپان له مرستو ستاینه کړې او دا هېواد یې د افغانستان له لویو دوستانو او مرسته کوونکیو هېوادونو بللی دی.
جاپان په نږدې شلو وروستیو کلونو کې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې څه باندې شپږ نیم میلیارده ډالره مرسته کړې ده.