د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ اتمانخېل د انتخاباتو د کمیسون پر نوې حلقه بندۍ اعتراض لري


د باجوړ نقشه

پراګ ـ د قبایلي سیمې باجوړ یو شمېر مشران د پاکستان د انتخاباتو د کمیسون لخوا په ترسره شویو نویو حلقه بندیو اعتراض لري. دوی وايي د باجوړ د دوو تحصیلونو حلقه بندۍ ناسمې شوې دي او حکومت دې پکې بدلون راولي.

د باجوړ د اتمانخېلو ځینو مشرانو او ځوانانو په اسلام اباد کې د انتخاباتو کمیسون یو درخواست جمع کړی چې پکې غوښتنه شوې حکومت دې د دوی پر اعتراض پام وکړي.

د درخواست وړاندې کونکی فرهاد د ال فاټا سټوډنټ فورم مشر د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د الیکشن کمیشن لخوا په وړاندې شویو نویو حلقه بندیو کې باجوړ ایجنسۍ ته درې حلقې ورکړل شوي خو د ابادۍ وېش پکې سم نه دی شوی. دوی وايي د برنګ او اتمانخېل تحصیلونه یې د قامي اسمبلۍ په ۴۰ مې او ۴۱ مې حلقې پورې تړلې دي خو دوی غوښتنه کوي چې دغه دواړه تحصیلونه دې د قامي اسمبلۍ په ۴۰ مه حلقه کې حساب کړل شي. فرهاد زیاتوي، که د اتمانخېلو او برنګ تحصیلونه د قامي اسمبلۍ په ۴۰ مه حلقه کې شامل کړل شول نو بیا دا امکان شته چې د قامۍ اسمبلۍ غړی د دوی له منځه وټاکل شي، خو که داسې ونه شوه نو بیا دا کار ممکنه نه دی.

خو بل پلو د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د باجوړ استازی شهاب الدین خان د اتمانخېلو د دغو اعتراضونو په ځواب کې وايي چې حلقې د قومونو په بنسټ نه بلکې په ابادۍ او جغرافې جوړیږي. نوموړی زیاتوي، د برنګ او اتمانخېلو دواړو تحصیلونو ابادي چې په شریکه وشمارل شي نو بیا هم درې لکه او شپیته زره نه جوړېږي کومه چې د نوې حلقه بندۍ لپاره ضروري وي.

د پاکستان د انتخاباتو د کمیسون یو چارواکي د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د باجوړ د اتمانخيلو د خلکو په اعتراض د اپریل په لسمه نېټه اورېدنه ده. هغوی تر دې زیات معلومات رانکړل. په پاکستان کې پارلیماني انتخابات د اپریل په ۱۵ مه نېټه ترسره کېدونکي دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG