د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ پرلت


په جلال اباد کې پرلت
په جلال اباد کې پرلت

جلال اباد ـ په جلال اباد کې د ختیزې سيمې د ولسونو په استازولۍ په سلګونو ټولنیزو فعالانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ، د سولې او حق غوښتنې لپاره د پرلت خېمه ولګوله. دغه ټولنېز فعالان وايي د سولې او حق غوښتنې په اړه د دوی غوښتنو ته د مثبت ځواب ویلو پورې به یې خېمې درولې وي.

د ختيزې سيمې د ولسونو په استازولۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ، سولې او حق غوښتنې دا خېمه د یکشنبې په ورځ چې په شېرزي لوبغالي کې د پرلت لپاره پرانیستل شوه چې پر یو شمېر قومي مشرانو سربېره پکې په سلګونو ټولنیزو فعالانو ګډون کړی و.

د جلال اباد پرلت ګډونوال
د جلال اباد پرلت ګډونوال

انجېنر اباسين بهير د دغې خېمې د پرانستې پر مهال د هغو هدفونو یادونه وکړه چې دوی د خېمې د لګولو په پار ټاکلي وو، نوموړي وويل:

((د ختیزي سيمې ولسونه هم د دغه عظیم ولس يوه برخه ده، چې جنګونو او ناخوالو دومره ځپلې چې نور نه غواړي چې د سولې غږ يې په ستونې کې خپ کړل شي، نو د افغان وطن د نورو ولسونو سره د سولې او ښېرازۍ غږ په ګډه بدرګه کوي او د دې خېمې په درولو سره د جګړې ټولو ښکېلو ډلو ته په ننواتې ورځي چې جنګ بس دی.))

جلال اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ پرلت
جلال اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ پرلت

په ننګرهار کې د کونړ مېشتو شورا مرستيال محمد انور سلطاني په خپلو خبرو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ ډاډ ورکړ:

((د پاکستان په حدوداتو کې د منظور پشتون په مشرۍ ټولو ځوانانو ته سلام کوم او او ډاډ ورکوم چې ټول افغانان مو تر شاه ولاړ دي.))

د پرلت په دې خېمه کې يو شمېر ښځينه وو هم ګډون کړی و، مقدسې احمدزۍ په په جنګ کې له ښکېلو ډلو د سولې غوښتنه وکړه:

((موږ دومره بې وسه شوي يو چې موږ له حکومته او له دښمن نه سوله په سوال غواړو. موږ هم د امن حق لرو او موږ هم حق لرو چې په ازاده فضا کې زده کړې وکړو. نورې مو مه کونډې کوئ، نورې مو مه یتیمانې کوئ.))

د پرلت وهونکیو پر وړاندې يو پريکړه ليک هم ولوستل شو چې په ځینو مادو کې يې راغلي ول.

د خيتزو سيمو ولسونه حق لري چې د دې خېمې له لارې په خپل دولت غږ وکړي چې په ختیزو ولایتونو او په ځانګړې توګه په ننګرهار کې دې په لوړه کچه بدلونونه او اداري اصلاحات راولي، په لوړو څوکيو دې د تقرر په برخه کې د سيمه ييزو زورواکانو رول پای ته ورسوي، په ختيزو ولایتونو کې کلدارو د چلښت مخنیوي هم د دې حرکت يوه برخه ده. په پريکړه لیک کې د هغو بنیادي پروژو د پېلېدو غوښتنه هم شوې وه چې منظور شوي خو له اوږدو کلونو راهیسې ځنډېدلي او یا هم په مرکز کې د تدارکاتو پر مېز پرتې دي.

پرلت وهوونکیو ګواښ وکړ چې تر هغې به يې خېمه درولي وي، څو پورې چې يې غوښتنو ته دولت او د دولت وسله والو مخالفینو مثبت ځواب نه وي ویلی.

XS
SM
MD
LG