د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټول بلوچستان کې ډاکټرانو کاربندېز کړی


د بلوچستان ځوانډاکټرانو او پېرا مېډیکس د صوبې په ټولو سرکاري روغتونو کې کار بندیز اعلان کړی او خبرداری یې ورکړی دی چې ترڅو د ولس لپاره د روغتیا بنیادي اسانتیاوي نه وي برابرې شوې ترهغو خپل هړتال پای ته نه رسوي.

دوی نن د جمعې له ورځې د کوټي په ګډون د صوبې په ټولو سرکاري روغتونو کې د او پي ډي څانګې ته تالې لګولې دي، او د کوټې په سیول هسپتال کې ډاکټرانو په احتجاجي ناسته لاس پورې کړی دی.

په دې اړه د ځوان ډاکټرانو اتحادې سیول هسپتال مشر ډاکټر جمال شاه کاکړ مشال راډیو ته وویل چی د دوی احتجاج به ترهغو روان وي چې حکومت په روغتونو کې د ولس لپاره بنیادي اسانتیاوي نه وي برابرې کړې. دی وايي، په روغتون کې د غټې تبې یو ډېر ساده ټېسټ لپاره کیټس نشته، دلته اېم ار ای، انجیو پلاسټي او انجیوګرافي نه شي کېدلای، په هسپتال کې د سي ټي سکېن فلمونه نه شته. همدغه د ولس هغه بنیادي سهولتونه دې چې دلته یې نه لري.

د ډاکټرانو کاربندیز ناروغان له سختو کړاونو سره مخامخ کړي دي. د ځینو ناروغانو خپلوانو مشال راډيو ته وویل، پکار ده چې حکومت په صوبه کې د روغتیا په څانګه کې شته ستونزې د تل لپاره ختمې کړي. دلته بیا بیا په روغتونونو کې ډاکټران او کمپوډران پر هړتال وي چې له وجې یې ولس تر سخت تکلیف تېرېږي.

بل پلو ته د پیرا مېډیکل سټاف وینا ده که حکومت یې غوښتنو ته سمدلاسه غاړه نه کښېښودله نو دوی به د اېمرجنسي اسانتیاوې هم بندې کړي. د پیرامیډیکل اسټاف ایسوسي ایشن صوباي مشر فضل کاکړ مشال راډیو ته وویل چې تېر حکومت او اپوزیشن دواړو یې غوښتنې منلې دي او له دوی سره د هغوی پر مطالبو لاسلیکونه شوي دي. هغوی منلې ده چې د پاکستان په نورو برخو کې چې پېرا مېډیکس کوم سهولتونه لري هغه به دلته په بلوچستان کې هم ورکول کېږي. خو هغه کوم قوتونه دې چې د دوی مسلې نه ختموي.

د یادونې ده چې د مارچ میاشتې په شپاړلسمه نېټه د حزب اختلاف مشر عبدالرحیم زیارتوال په مشرۍ یو پلاوي له ډاکټرانو سره لیدلي وو خو د حکومت له خوا لا په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودل شوی.

XS
SM
MD
LG