د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي نن د جمعې ورځ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره ليدلي دي.

دا په درېو کلونو کې کابل ته د یو پاکستاني وزيراعظم لومړی سفر دی.

په کابل کې د مشال راډيو خبريال وايي چې ولسمشر غني په ارګ کې وزیر اعظم عباسي ته هرکلی ووایه.

افغان ولسمشر د پاکستاني وزیر اعظم هرکلی کوي
تم شئ

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00

کابل ته د ښاغلی عباسي له سفر سره سم د افغانستان بهرنيو چارو وزارت پر پاکستان تور پورې کړی دی چې په کونړ کې يې هوايي بريدونه کړي.

د دوی په خبره د پاکستان جنګي الوتکو د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې څلور بمونه غورځولي خو د مرګ ژوبلي په اړه يې تفصيلات نه دي ورکړي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت نن په يوه بيان کې د افغانستان فضايي حدودو سرغړونې تورونه بې بنياده ګرځولي دي او ويلي دي چې ځواکونه یې خپلې غاړي ته په باجوړ سيمه کې د ترهګرۍ ضد عمليات ترسره کوي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

پښتون تحفظ غورځنګ تر لاهوره ورسېد
تم شئ

No media source currently available

0:00 0:04:01 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG