د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار: حکومت دې د خیبر پښتونخوا حکومت کې قبایلو ته څوکۍ ورکړي


د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې تر پارلېماني انتخاباتو مخکې دې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړي او په صوبايي اسمبلۍ کې دې ورته پوره استازیتوب او د وزیرانو څوکۍ ورکړي.

دا خبره نوموړي د زیارت پر ورځ په دیر کې یوې جلسې ته په وینا کې وکړه.

ده وویل، د خیبر پښتونخوا په صوبايي کابینه کې د قبایلي سیمو وزیرانو ته د ځای ورکولو لپاره په اساسي قانون کې د بدلون اړتیا ده.

ده پر حکومت غږ وکړ چې په ناامنیو کې د قبایلو ړنګ شوي کورونه او انفراسټرکچر دې بیا ورغوي:

((کورونه ړنګ دي، سړکونه وران دي، سکولونه ړنګ دي، د دې بیا ابادي د حکومت دنده ده. ما پخوا هم ویلي، نن بیا دا تسلي درکوم چې د قبایلي سیمو خلک به هېڅ کله یوازې نه پرېږدو.))

اسفندیار ولي خان زیاته کړه چې د قبایلي سیمو د مسلو تر هواري به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

د پاکستان حکومت وايي، د قبایلي سیمو اصلاحات کلونه وخت اخلي نو ځکه په مرحلو کې هغه سیمې د قامي بهیر برخه جوړوي.

خو د اصلاحاتو موضوع ځکه لانجمنه ده چې ځېنې ګوندونه او د قبایلو مشران وايي، تر هر ډول بدلون مخکې دې د هغې سیمې له ټول ولسه پوښتنه وشي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ تېر کال تر قبایلو د هایکورټ او سپریم کورټ د واک غځولو قانوني مسوده منظوره کړه چې لا ورباندې په سېنېټ کې بحث نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG